خرید بک لینک

ګردېز (پژواک، ٢١ غويی ٩٥): په پکتيا ولايت کې سلګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د ټوټاپ پروژې مسير ته دې بدلون نه ورکوي.

ټوټاپ؛ پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د ٥٠٠ کيلو ولټ برېښنا لېږدولو پروژه ده.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په داسې حال کې چې له بغلان ولايته د سالنګ له لارې کابل ته د دې برېښنا د لېږد طرحې پر پلې کېدو ټينګار کوي خو ځيني نور معترضين غواړي چې دا پروژه دې د سالنګ پر ځاى د باميانو له لارې پلې شي.

د اړوندې موضوع په اړه نن په پکتيا کې سلګونو کسانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو لاريون وکړ.

لاريون چې نږدې دوه ساعته دوام وکړ، ګډونوالو يې له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د دې پروژې مسير ته دې بدلون نه ورکوي.

لاريون کوونکو په خپلو شعارونو کې ويل چې دغه پروژه د دوی حق دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې دغه پروژه د سياسي لوبې ښکار کړي.

يوه لاريون کوونکي او مدني فعال ښايسته جان احدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټوټاپ د پروژې کارونه، د پکتيا ولايت ته ۶۰ سلنه بشپړ شوي دي او دا به ډېره لويه بې انصافي وي چې د پروژې مسير ته تغيير ورکړل شي.

نوموړي وويل په تېرو ټاکنو د دغو ولایتونو خلکو ډېره لويه قرباني ورکړې چې دولت بايد پر برېښنا سربيره نور امتيازات هم ورته ورکړي.

ده وويل چې دا د دوی وروستی لاريون نه دی، که چېرې يې مثبت ځواب ترلاسه نه کړ خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

د لاريون يو بل ګډونوال او قومي مشر حبيب الله مستان وويل: ((موږ له بل هېڅ ولايت سره مخالفت نه لرو خو دې ته هم څوک نه پرېږدو چې زموږ حق بل چا ته ورکړي.))

ده وويل، دولت دې باميانو او يا نورو ولايتونو ته د نورو امکاناتو برابرولو غم وکړي او موږ ته دې خپله برېښنا راکړي.

د مستان په خبره، که چېرې ولسمشر د دوی د تمې خلاف کار وکړي نو دغه کار به د دولت لپاره پر زيان وي.

يوه بل لاريون کوونکي امان الله منګل وويل که چېرې د ټوټاپ پروژې مسير ته تغيير ورکړل شي نو نه يوازې چې خلک به ورسره کلک مخالفت وکړي؛ بلکې د دولت لپاره به هم ستونزې را ولاړې کړي.

ده وويل: ((موږ د ټول هېواد لپاره د ښو امکاناتو غوښتونکي يو او هغه ولايتونه چې دغه پروژه غواړي هغوی ته دې نور امکانات برابر شي.))

دغه راز د يو بل خبره له مخې، د هلمند مدني ټولنې غړو هم نن د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د ټوټاپ پروژې مسير ته دې تغيير نه ورکول کېږي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وويل، دا ډول خبرې چې د ټوټاپ په اړه راپورته شوې دي خلک له خپلمنځي شخړو سره مخ کولای شي.

همدرد وايي، هغه خلک چې د دې ډول پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي، بايد قانون ته وسپارل شي.

د هلمند مدني ټولنې غړی اغا محمد قريشي وايي، ټوټاپ د ټاپي په څېر يوه ارزښتمنه پروژه ده چې له ترکمنستانه کابل او بيا پاکستان ته تېريږي.

قريشي وايي، يو شمېر سياستوال د دې پروژې په پلمه د باميان د خلکو پر احساساتو سياسي لوبه کوي.

هغه وايي، باميان د هېواد ولايت دی او دولت بايد بديل ورکړي، خو ټوټاپ دې پر خپل اصلي مسير تېره شي.

د هلمند مدني ټولنې غړي وايي، که ټوټاپ له خپل اصلي مسيره واوړي نو د هلمند ولسونه به پراخ لاريونونه پيل کړي.

د يادونې ده، تېره ورځ ولسمشر محمداشرف غني وويل چې د يادې پروژې د بيا کتنې په موخه به ډېر ژر يو کمېسيون په کار پيل وکړي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 21 ارديبهشت 1395 ساعت: 17:02

صفحه بندی