خرید بک لینک

کابل (پژواک ٢٠ غويى ٩٥): ولسمشر غني بازمحمد مبارز ته په مسکو کې د روسي سیال له ماتې وروسته، نن ماسپښین د ټېلیفوني اړيکې له لارې د بریا مبارکي وویله.

افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز، تېره شپه د ازادې مبارزې په نيمايي حرفوي لوبو کې خپل روسي سيال "مکسيم کتکوف" ته د روسيې په پلازمېنې مسکو کې ماتې ورکړه.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر، مبارز سره په خبرو کې وویل، د ویاړ ځای دی چې څو ځله يې په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ملي بیرغ رپولی او خلکو ته يې خوښي راوړې ده.

ده زیاته کړې، په داسې حال کې چې یو شمېر ځوانانو هېواد پرېښود، خو ستا په څېر ځوانانو د اتلولیو په ترلاسه کولو او پرله پسې کوښښونو افغانستان ته ویاړ ور په برخه کړ.

نوموړي د بازمحمد مبارز له روزونکو او استادانو څخه، چې د تمرین په جریان کې یې له هغه سره کوښښونه کړي، هم مننه کړې ده.

ازاده مبارزه، له رزمې ورزشونو نه يوه جوړه شوې لوبه ده چې سوک، لغته، جوډو او زندۍ کولو په څېر نور تخنيکونه په کې کارول کېږي، د دې سياليو په نيمايي حرفوي لوبو کې لوبغاړي د غاښونو او مخصوصه اندام د ساتنې لپاره له ځينو وسايلو کار اخلي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 21 ارديبهشت 1395 ساعت: 3:55

صفحه بندی