خرید بک لینک

چاريکار (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): په پروان او کاپيسا کې له هغو ١٩٠ تنو څخه چې د هېواد شمال ته د تګ پر مهال نيول شوي وو، ٥٩ تنه له وسله والو مخالفينو سره په تړاو تورن شوي او پاتې نور خوشي شول.

دا څرګندونې د پروان د والي وياند وحيدالله صديقي نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دغه ١٩٠ تنه د غويي په ١٦مه د هېواد شمال ته روان وو چې ١٥٠ تنه يې د پروان په سالنګ ولسوالۍ او ٤٠ نور د کاپيسا د حصۀ اول ولسوالۍ په ګلبهار سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په شک ونيول شول.

ځايي چارواکو ويل چې دغو کسانو ځانونه د ننګرهار، کندهار، هلمند، زابل او نيمروز ولايتونو اوسېدونکي معرفي کړي او ويلي يې دي چې شمال ته د کار لپاره تلل.

وحيدالله صديقي وايي چې اوس هم د سالنګ په لويه لاره چې د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي غير معمولي تګ راتګ او تر څنګ یې د امنيتي ځواکونو له خوا امنيتي تدابير او تلاشۍ شتون لري.

د پروان د لومړۍ حصې ولسوال عبدالفتاح شفيق نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کاپيسا کې نيول شوي ٤٠ تنه په يوه لارۍ موټر کې په پټه کندوز ته د وسله والو مخالفينو د ملاتړ په موخه روان وو؛ نو ځکه د څېړنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 19 ارديبهشت 1395 ساعت: 20:29

صفحه بندی