خرید بک لینک

محمودراقي (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې په يوه داسې کان کې کيندنې روانې دي چې يو ټن ډبره يې په پنـځوس زره امريکايي ډالر پلورل کېږي.

د تګاب يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د ولسوالۍ په سوېلي برخه کې د سروه په غره کې د نفرايتو کان موندل شوی چې د سيمې د اوسېدونکو او يو شمېر زورواکو له خوا په غير قانوني توګه کيندل کېږي.

د تګاب د احمدزيو سيمې اوسېدونکى غيرت وايي، نږدې درې مياشتې کېږي چې د سروه په غره کې يو لوی کان موندل شوی او د سيمې خلک هره ورځ ترې په غير قانوني توګه قيمتي ډبرې وباسي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دغو قيمتي ډبرو يو ټن په ٥٠ زره امريکايي ډالر خرڅېږي، زورواکي او د سيمې اوسېدونکو په قاچاقي توګه دا کاڼي بهر ته لېږي.

د نوموړي په وينا، حکومت بايد د ياد کان لپاره امنيتي پوستې ځای پر ځای کړي ، تر څو د سيمې د خلکو لويه سرمايه بېځايه ولاړه نه شي.

د اجمل په نوم د تګاب ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د سروه غر له نوم څخه ښکاري چې سره لري مګر اوسمهال د ياد کان د ټولو خلکو پام د ځان پر لور اړولى.

د هغه په وينا، په ياده سيمه کې امنيتي ستونزې هم شته دي او هر زورواکي او په سيمه کې چې څوک واک ولري په ياد کان کې کيندنې کوي .

ده زياته کړه: ((له خلکو سره لوى او واړه جنراتورونه او برمې هم شته، ځيني کسان له نورو ځايونو څخه راغلي ، دا قيمتي ډبرې وباسي، پاکستان ته يې وړي او بيا هلته تصفيه کېږي، خو حکومت يې د مخنيوي لپاره هېڅ اقدامات نه دي کړي.))

د تګاب يوه قومي مشر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په ولسوالۍکې د بودايانو او کوشانيانو د وخت کنډوالې هم شته دي، د هغوى د وخت سيکې او تاريخي اثار اوس هم د کاپيسا له نا امنو سيمو څخه وېستل کېږي .

هغه د سروه د کان په اړه وويل چې په غير قانوني توکه کيندنې ترې کېږي بيا د سروبي ولسوالۍ د اوزبين او بدار له غرنيو لارو لغمان او بيا پاکستان ته وړل کېږي.

د کاپيسا د کانونو سرپرست مسوول انجنير عبدالعزيز هم مني چې په يو شمېر سيمو کې غير قانوني کيندنې کېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دغه کار د غير قانوني وسله والو او د حکومت د وسله والو مخالفينو له خوا ترسره کېږي.

دى وايي چې د امنيتي ستونزو له امله يادو سيمو ته نه شي تللى او نه يې مخه نيولى شي.

هغه زياته کړه: ((په تګاب کې اوسمهال نفرايت کشف شوي چې هلته په غير فني توګه د غير مسوولو وسله والو او د سيمې د اوسېدونکو له خوا ايستل کېږي او بيا بهر ته وړل کېږي د ياد کان له ډبرو څخه په زيوراتو کې کار اخيستل کېږي چې يو ټن يې لسګونه زره ډالر بيه لري.))

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق وايي چې دوى د ياد کان د کيندنو د مخنيوي لپاره پلان لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د امنيتي سرتېرو شمېر يې زيات کړی او ډېر ژر به د تګاب ولسوالۍ په سوېلي سيمو کې چېرېه چې کان موقعيت لري، ځاى پر ځاى کړي.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 16 اسفند 1394 ساعت: 14:29

صفحه بندی