خرید بک لینک

کابل (پژواک، ۱۷ غويی ۹۵): ولسمشر غني په دوو جلا فرمانونو کې د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست لپاره نوي سرپرستان منصوب کړل.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه فرمانونه پرون ماښام صادر شوي دي.

په یادو فرمانونو کې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د ارکانو رييس جنرال عبدالله خان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه او معصوم ستانکزی د ولسمشر د سلاکار وزیر او هم مهال د ملي امنیت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.

معصوم ستانکزی د تېر کال په چنګاښ میاشت کې د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه ولسي جرګې ته ور معرفي شو خو د باور رایه یې وانه خیسته. نوموړی له هماغه وخته د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه دنده اجرا کوي.

نوي سرپرستان باید د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي شي خو د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د هغوی د معرفي کولو د نېټې په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 17 ارديبهشت 1395 ساعت: 13:06

صفحه بندی