
کندهار(پژواک،١٦غويى٩٥): د سوېلي زون د ولايتي شوراګانو غړو او قومي مشرانو حکومت سوېل ته په نه پاملرنې تورن کړ او ويې ويل چې حکومتي چارواکي په سوېلي ولايتونو کې د ناامنيو د مخنيوي د حل لپاره اقدام نه کوي.
دغه څرګندونې په هغه ګډه غونډه کې وشوې چې د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل د ولايتي شوراګانو د غړو او قومي مشرانو له خوا د کندهار د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، د سوېلي حوزې په ولايتونو په ځانګړې توګه په هلمند او اروزګان کې ورځ تر بلې ناامني ډېرېږي، خو مرکزي اداره قاطع اقدام نه کوي.
هغه زياته کړه، کلونه وشول چې په سوېل کې د پوليسو تشکيل کم او مهمات يې کم دي، برېښنا يې ټکنۍ ده، اقتصادي حالت يې ورځ تر بلې مخ په ځوړ روان دى، خو مرکزي اداره يې د حل لپاره لکه څنګه چې ښايي اقدام نه کوي.
نوموړي د بېلګې په توګه د کندهار- اروزګان لار ياده کړه چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې بنده ده، دغه راز د اروزګان ولايت ګڼې ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي خو هلته له پرتو امنيتي ځواکونو سره هيڅ مرسته نه کېږي.
ده ګيله وکړه چې که د هېواد په نورو ولايتونو کې دغسې يوه حالت راځي نو د عملياتو لپاره ځانګړي سرتېري او هوايي ځواک ور لېږل کېږي، خو دلته هيڅ دغسې يو اقدام نه کېږي.
هغه په يادو شوو ولايتونو کې د پوهنې، روغتيا او ګڼو نورو برخو کې هم د ستونزو يادونه وکړه چې مرکزي اداره يې د سمون په برخه کې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلې ده.
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان حق بيان وويل، که مرکزي اداره د سوېلي ولايتونو د امنيت د سمون، د پوهنې د بهير د اصلاح او ګڼو نورو ستونزو د حل لپاره جدي اقدام و نه کړي، نو شته ستونزې به نورې هم پراخې او ډېرې شي.
هغه ګواښ وکړ، که مرکزي اداره يې غږ وا نه وري او په همدې توګه خپلې ناغېړۍ ته دوام ورکړي نو دوى به خپلو احتجاجي غونډو او مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.
ده وويل: ((چې هر څنګه کېږي موږ به د خپلو خلکو حق غواړو.))
په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي ډاکټر زلمي زابلي وويل چې د سوېل ځوانان په لوى لاس د جګړې په حالت کې ساتل شوي او له زده کړو او خپل راتلونکي له جوړولو بې برخې شوي.
هغه د بېلګې په توګه د زابل ولايت ياد کړ چې د پوهنتون يوه څانګه هم په کې فعاله نه ده.
زابلي پر خلکو غږ وکړ چې د خپلو مشرانو تر شا ودرېږي او له حکومت څخه خپل حق وغواړي.
د هلمند د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل هم په دې ولايت کې د ناامنيو او ورځ تر بلې د پراخېدونکې جګړې يادونه وکړه او له مرکزي ادارې يې وغوښتل چې هلمند ته پام وکړي.
هغه وويل، د هلمند د خلکو يوازينۍ هيله امنيت دى چې د راوستلو لپاره يې بايد په ګډه کار وشي.
يو شمير قومي مشرانو هم په خپلو ويناوو کې ګيله وکړه چې د دې حوزې اوسېدونکو ته د هغوى حق نه دى ورکړل شوى.
هغوى د حکومت له مسوولينو وغوښتل چې له سياسي معاملو تېر شي او ولس ته خدمت وکړي.
دوى په سوېل کې د ناامنۍ ډېرېدا، د پوهنې ټيټ کيفيت، د برېښنا ټکنى حالت، د پرمختيايي چارو، کار او روزګار نشتوالى او ګڼې نورې د جدي ستونزو په توګه يادې کړې چې د خلکو ژوند يې کړاوونو سره مخ کړى دى.
د غونډې په پاى کې يو ګډ پرېکړه ليک هم وړاندې شو چې په کې له مرکزي ادارې د ستونزو د هواري او د اوسنۍ بې تفاوتۍ د پاى ته رسولو غوښتنه شوې وه.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان