
کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): ولسمشرغني د ښوونځيو جوړولو د څه باندې ٦٠٠ زره پروژو د وضعيت له کتنې وروسته چې کار يې د ځينو لاملونو په سبب نه دى بشپړ شوى، د ماليې او پوهنې وزارت ته دنده وسپارله چې د دې پروژو له بشپړوونکو سره خبرې وکړي او مالي سرچينې يې تثبت کړي.
د ملي تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې چې پرون په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، د ملي تدارکاتو د پخوانۍ لارښوونې سره سم د پوهنې وزارت د اقتصاد وزارت او سيمه ييزو ارګانونو په همغږۍ د ښوونځيو پروژو د څېړنې راپور له حل لارو سره يو ځاى ناستې ته وړاندې کړ.
د دغه راپور له مخې، له دې پروژو نه ځينې يې په تېرو څلورو مياشتو کې بشپړې شوې، ٨٢ پروژې د سيمو د نا امنيو په سبب په اوسنيو شرايطو کې د پلي کېدو وړ نه دي، خو د نورو ٥٢٥ پروژو وضعيت تر اوسه نا څرګند دى او د حل لارې لپاره يې هم کومه حل لاره نه ده تثبت شوې.
ولسمشر د پوهنې او اقتصاد وزارتونو او سيمه ييزو ارګاننو خپلواکې ادارې چارواکو له راپور اورېدو وروسته وويل چې د ښوونځيو جوړولو پروژې حياتي اهميت لري او بايد ددغه پروژو د بشپړولو لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي.
غني د ماليې او پوهنې وزارتونه وګومارل چې په دې برخه کې له تمويلوونکو سره خبرې وکړي او مالي سرچينې ولټوي.
کمېسيون همدارنګه درې نور قراردادونه چې د پوهنې وزارت لپاره د انټرنټ د چمتو کولو او لګولو، د ليليو د اعاشې او محروقاتو او لوړو زده کړو وزارت لپاره د کدري روغتونونو درې نور قرار دادونه هم د ٦٥ ميليون افغانيو په ارزښت منظور شول.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان