خرید بک لینک

مزارشريف (پژواک، ۱۳ غويی ۹۵): په بلخ کې د ميديوتيک رسنيز دفتر له خوا د رسنيو نړيواله ورځ (د مې ۳مه) د لسګونو خبريالانو او د خبريالانو د ټولنو د استازو په ګډون ونمانځل شوه.

ياده غونډه چې د غويي په ۱۳مه ترسره شوه، په ترڅ کې يې د پژواک خبري اژانس د خبريال په ګډون لسګونو خبريالانو ته د ښو ژورنالېستيکو چارو د ترسره کولو په پار ستاينليکونه ورکړل شول.

همداراز د خبريالانو د ټولنو استازو، روان کال د ځينو ژورنالېستيکو لاسته رواړنو تر څنګ ستونزمن هم وباله.

د بلخ ميديوتيک رسنيز دفتر مسوول صابر نقشنبدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده نمانځنه يې د بلخ د ښو خبريالانو د ستاينې په پلمه جوړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې په ياده غونډه کې د بلخ يو شمېر تجربه لرونکي او د ښو ژورنالېستکو چارو ترسره کوونکي خبريالان د ميديوتيک له خوا پر ستاينليکونه ونازول شول.

د ميديوتيک له خوا په بلخ کې له تېرو څو کلونو د پژواک خبري اژانس ژورنالېستيکې چارې هم ښې و ارزول شوې چې له امله د دغه اژانس خبريال ذبيح الله احساس ته د ښو خدمتونو په پار ستاينليک ورکړل شو.

په بلخ کې د نی رسنيز دفتر مسوول نوراغا شريفي يادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې وويل چې لا هم ځيني وخت خبريالان د شته سياسي او امنيتي ګواښونو له امله خودسانسوري ته مجبوره کېږي.

نوموړي زياته کړه چې که څه هم په روان کال کې د خبريالانو د چارو اړوند ځيني قوانین تصويب کړای شول؛ خو بيا هم خبريالان له امنيتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي زياته کړه چې په تېر کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱۶ پېښې ثبت شوې چې ۶ يې د وژنو او پاتې يې د وهلو ټکولو، ګواښ او د معلوماتو ته د نه لاسرسي په تړاو دي.

د هغه په وينا، په يادو پېښو کې تر ډېره وسله وال مخالفين او ورپسې زورواکي او دولتي چارواکي ښکېل دي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 13 ارديبهشت 1395 ساعت: 18:56

صفحه بندی