خرید بک لینک

کندهار (پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د کندهار ښار اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د اباسين وژنه يوه وحشيانه کړنه وبلله او د هغه وژونکو ته يې د اعدام غوښتنه وکړه.

١٤ کلن اباسين څو مياشتې مخکې د کابل له اتمې حوزې د پيسو لپاره تښتول شوى و، خو چې کورنۍ يې پيسې ورنه کړې، نو د تښتوونکو له خوا ووژل شو.

د کندهار ښار لسګونو عامو اوسېدونکو او مدني فعالانو نن د همدې پېښې د غندلو په موخه لاريون وکړ.

لاريون کوونکو له ځانونو سره (ولسمشره! موږ د شهيد اباسين د قاتلانو اعدام غواړو)، (د اباسين قاتلان د افغانستان د راتلونکي قاتلان دي) او ورته نور شعارونه لېږدول.

د لاريون يوه برخه وال نور احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د اباسين بې رحمانه وژنې د افغانستان ټول خلک دردولي او ټول په يوه غږ له ولسمشر څخه د هغه د قاتلانو د اعدام غوښتنه کوي.

ده زياته کړه: ((هره ورځ په يوه او بل نوم وژل کېږو، څوک مو د پيسو د تر لاسه کولو لپاره وژني، څوک مو د خپل واک او د پرديو د ګټې لپاره په چاودنو او جګړو کې وژني، اخر دغه حالت تر کومه وزغمو؟))

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د دې هېواد د اوسېدونکو د وژونکو پر وړاندې دې جدي موقف خپل کړي او جنايتکارانو ته دې په عام محضر کې درنې سزاګانې ورکړي، څو په راتلونکې کې نور د دغسې وحشيانه کړنو جرئت و نه کړاى شي.

د سميع الله په نوم يوه لاريون کوونکي وويل، دا د حکومت مسووليت دى چې د خپلو خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره هڅې وکړي او چې څوک يې ژوند ته خطر پېښوي بايد عدالت ورباندې پلى شي.

نوموړي ګيله وکړه چې تر دې وړاندې د هېواد په کچه ګڼې ورته پېښې شوې، خو د عاملانو دوسيې يې په مياشتو مياشتو ځنډېدلي او يا ورته مناسبې سزاګانې نه دي ورکړل شوي.

ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې که غواړي د خپل ولس احساساتو ته ځواب ووايي او مجرمان بيا د جرم کولو جرئت و نه کړي، نو په لنډه موده کې دې د اباسين وژنکو ته په عام محضر کې د اعدام سزا ورکړي.

لاريون کوونکو د لاريون په پاى کې ګواښ وکړ، که د اباسين وژونکي اعدام نه شي نو خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي او نور به يې هم پراخ کړي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې په کابل، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم لاريونونه شوي او د اباسين وژونکو ته يې د اعدام غوښتنه کړې ده.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 12 ارديبهشت 1395 ساعت: 18:39

صفحه بندی