
مزار شريف (پژواک، ١١ غويى ٩٥) : د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د وزير محمد ګل خان مومند په څلورلارې کې څلى جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه څلى د مزار شريف او شبرغان پر لويه لاره د بلخ ولسوالۍ په مرکزي څلورلارې کې، چې د وزير محمد اکبر خان په نوم نومول شوى، جوړ شوى دى.
د دې څلي د پرانيستې په مراسمو کې د بلخ ولايت او د هېواد له نورو ولايتونو څخه سياسي او قومي مشران، د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړو، د مدني ټولنې فعالانو، فرهنګيانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
ويناوالو وزير محمد ګل خان د ملي يووالي سمبول وګاڼه او ويې ويل، هغه په شمال کې ملي يووالى رامنځته کړى و.
د مومند بابا د کورنۍ يوه غړي ظاهر مومند د وزير محمد ګل خان ژوندليک ولوسته.
ورپسې د بلخ ولايت د سکتوري تخنيکي چارو رييس ذبيح الله اختري غونډې ته وينا وکړه او ويې ويل، څو کاله مخکې د ولايت په اداري مجلس کې د وزير محمدګل خان په نامه د ياد څلور لاري د نومولو او پرې د څلي جوړولو پرېکړه وشوه.
هغه زياته کړه، د دې لپاره يو کمېسيون جوړ شوى و، ٣٠ سلنه يې په بسپنه جوړ او پاتې ٧٠ سلنه يې پيسې يې د جمعه خان همدرد زوى ګل رحمن همدرد ورکړې دي، خو د لګښت په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
ګل رحمن همدرد وويل، وزير محمدګل خان په بلخ ولايت کې د ملي يووالي لپاره کار کړى او هغه يې د سيمې په کچه مهم سياسي او فرهنګي شخصيت وباله.
د بلخ پخواني والي او د ولسي جرګې وکيل اسحق رهګزر هم، وزير محمدګل خان مومند د ملي يووالى پالونکى افغان وباله او له خلکو يې وغوښتل چې د هغه پر پل، پل کېږدي.
د ملي تحريک مشر اسماعيل يون د وزير محمد ګل خان د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو رڼا واچوله او ويې ويل، د هغه د ځينو کارونو له کبله، افغانستان ډېرې سياسي ګټې کړې دي.
هغه زياته کړه، د وزير محمدګل خان د ملي يووالي د روحيې له امله په شمال کې ټول قومونه په يوه خوله د وخت د شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندې راپاڅېدل.
د حزب اسلامي مرکزي غړي او د پکتيا پخواني والي جمعه خان همدرد هم په شمال کې د ملي يووالي رامنځته کولو په اړه د وزير محمد ګل خان هڅې وستايلې.
وزيرمحمد ګل خان مومند د محمد خورشيد خان زوى، د مومند خان لمسى په خټه وديزى مومند، په وديزو كې حسن خېل و. هغه په ۱۳۰۳ هجري قمري كال د کابل د اندرابيو په كوڅه كې زېږېدلى و او د ۸۰ كالو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كې وفات شو.
هغه لومړنۍ زده كړې په ځانګړې ډول وكړې او بيا په ۱۳۲۷ هجري قمري كال د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي كې شامل شو. په پنځه كلو كې يې خپل عسكري ښوونه سرته ورسوله.
نوموړي په بېلا بېلو دولتي پوځي او ملکي دندو کار کړى، د شاهي ګارډ قوماندان و، يو څه وخت يې په تركيه كې د افغان سفارت د نظامي اتشې په توګه خپله دنده ترسره كړه. مومند په ۱۳۰۰ هجري لمريز كال د مجموعه عسكري د مجلې مديريت هم كړى، چې د دفاع وزارت له خوا خپرېده. دى په ۱۳۰۳ل كال د پكتيا د عسكري قومندان او اعلى حاكم په توګه وټاكل شو. په ۱۳۰۶ ل كې د مزارشريف د ملكي پلټنې د رييس په توګه او بيا د ننګرهار د عسكري قوماندان په توګه وټاكل شو.
د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د كورنيو چارو وزير په توګه وټاكل شو، خو ورسره يې لومړى په ننګرهار كې او بيا پروان كې د تنظيمه رييس چارې ترسره كړې. په دغو ولايتونو كې يې چې پوره كراري راوستله، نو په ۱۳۱۱ل كال د كندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم لپاره ولېږل شو. په ۱۳۱۳ل كې د كتغن، بدخشان، مزار شريف او ميمنې د ولايتونو د تنظيمه رييس په توگه وټاكل شو. هغه په ۱۱۹ل كال د دولت د وزير په توگه وټاكل او له هغې وروسته مومند بابا په ۱۳۳۴ل كال د لويى جرگې د رييس په توگه غوره شو.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان