
خوست ښار (پژواک، ١١ غويى ٩٥): د خوست يو شمېر ديني عالمان او قومي مشران وايي چې د ملي يووالي حکومت په دننه کې يو شمېر کړۍ په لوی لاس د سولې خبرې د ناکامۍ لوري ته بيايي.
دغو ديني عالمانو او قومي مشرانو د غويي په ١١مه د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، که چېرې يادې کړۍ له دغه کاره لاس وانه خلي، نو ولسونه به يې پر ضد خپل غږ پورته کړي.
د مجاهدينو د سراسري شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې دغه کړۍ د خپلو ګټو په خاطر د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې دغه پروسه بريالۍ شي.
نوموړى وايي چې يادې کړۍ په دې فکر کې دي، که چېرې په هېواد کې سوله او امنيت راشي، نو هغه ګټې چې دوی يې په جنګ کې ترلاسه کوي، له لاسه به یې ورکړي.
هغه زياتوي: ((موږ په يوه اواز سره د افغانستان پر هغو کړيو باندې غږ کوو چې که چېرته د طالب، حکمتيار او د افغانستان د ټولو مرورو ډلو د پخلا کولو لپاره زمينه مساعدوي او دوی په کې خنډ پيدا کړي، نو پر ضد به يې ولسونه راپورته کېږي.))
مولوي سردار ځدراڼ همدارنګه د ملي يووالي حکومت له هغې پرېکړې سره هم مخالفت څرګند کړ چې پر اعدام محکوم شوي ټول وسله وال طالبان دې ژر تر ژره اعدام کړای شي.
نوموړي زياته کړه، دا کړنه د دې پر ځای چې سوله راولي، بلکې په هېواد کې روان جنګ نور هم تودولی شي.
ده وويل: ((په پښتو کې يو متل دی چې وينه په وينه نه مينځل کېږي؛ جنګي اسيران د افغانستان له حکومت سره د طالب په نوم او يا د مخالف په نوم باندې بنديان دي، دا د دې خاورې بچيان دي، که دا خلک اعدام شي، نو پايلې به يې ډېرې بدې وي.))
قومي مشر او د مدني ټولنې يو فعال حاجي جمال تڼي يادې غونډې ته وويل چې په هېواد کې د روانو ناخوالو او ستونزو د حل لار يواځې او يواځې په سوله او ثبات پورې تړلې ده.
نوموړي په ورته وخت له وسله والو مخالفينو هم غوښتنه وکړه چې نور له وسله والې مبارزې لاس واخلي او د خبرو له لارې خپلې غوښتنې له افغان دولت سره شريکې کړي.
هغه وويل: ((له وسله والو طالبانو غواړو چې زموږ پر ښځو او ماشومان لږ رحم وکړئ، دا ستاسې خپله خاوره ده او د ابادولو لپاره يې په ګډه کار وکړئ.))
بل خوا وسله والو طالبانو هم په يوه خپره شوې اعلاميه کې حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې که زنداني طالبان اعدام کړي، د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.
طالبانو دغه راز له خپلواکو رسنيو، د بشري حقونو له کمېسيون او ځينو نورو نړيوالو ادارو غوښتنه کړې چې د زنداني طالبانو د اعدام په مخنيوي کې له خپل اثر او رسوخ څخه کار واخلي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان