جلال اباد (پژواک، ١٠غويى ٩٥) : د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د ماين چاودنې له امله درې سيمه ييز پوليس او يو عام وګړى ووژل شول .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې لس بجې د مهرتلام اړوند په عمرزيو سيمه کې په سيمه ييزو پوليسو د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه شوې ده .
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې درې سيمه ييز پوليس او يو عام وګړى وژل شوي دي .
د نوموړي په خبره ، د ماين چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې پلي سيمه ييز پوليس له دې ځايه د تېرېدو په حال کې و .
تراوسه ددغې چاودنې مسوولست چا نه دى منلى .
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په دغه ولايت کې يوه پوليسو د خپلې پوستې درې ملګري پوليس وژلي و او بيا وسله والو طالبانو ته ورتښتېدلى و .

برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان