خرید بک لینک

اسعداباد ( پژواک، ١٠غويى ٩٥) : په کونړ کې د دولت د وسله والو مخالفينو د دوو ډلو خپلمنځي نښته کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي .

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د کونړ د مرورې ولسوالۍ د چنار په سيمه کې د تحريک طالبان وسله والې ډلې او امارت پورې اړوند د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته رامنځته شوه .

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې د امارت وسله والو طالبانو يو قوماندان شمس له درې نورو وسله والو سره وژل شوى دى .

د نوموړي په خبره، چې د تحريک طالبان وسله والې ډلې ته زيان نه دى اوښتى ، خو درې وسله وال يې په سيمه کې د ملي اردو له مېشتو سرتېرو سره يوځاى شوي دي.

د سيمې اوسېدونکو او يادو وسله والو ډلو تراوسه پورې ددې نښتې په اړه څه نه دي ويلي ، خو وسله والو طالبانو بيا د کونړ په غازي اباد او شيګل ولسواليو کې پر امنيتي پوستو د بريدونو او امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .

د يادونې ده چې مروره ولسوالۍ د ډيورنډ له فرضي کرښې سره پر پوله پرته ده.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 10 ارديبهشت 1395 ساعت: 14:24

صفحه بندی