خرید بک لینک

ميمنه (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوى دى.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام د ګرزيوان ولسوالۍ د جرکلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نجيب الله له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کې له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوى دى.

د فارياب د ولايتي شورا غړى محمد سميع خيرخواه هم د بلچراغ ولسوالۍ د امنيه قوماندان وژل کېدل تاييدوي.

نوموړى وايي چې د امنيتي ځواکونو له خوا په ګرزيوان ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل شوي وو او د بلچراغ ولسوالۍ پوليسو هم په کې برخه اخيستې وه.

د فريد احمد رنجبر په نوم د وژل شوي امنيه قوماندان وراره په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د هغه وژل کېدل تاييد کړي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 28 فروردين 1395 ساعت: 13:14

صفحه بندی