
کابل (پژواک ٢٧ورى ٩٥) : د ملي امنيت رياست وايي چې د غزني لپاره د طالبانو لخوا نومول شوى والي د خوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې ونيول شو.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې دي چې ددغه رياست له لوري خپره شوې .
سرچينه وايي چې د قاري يوسف په نامه دغه تنه چې د طالبانو له خوا د غزني لپاره د والي په توګه نومول شوى و د خوست د
ولایت د ګربزو ولسوالۍ د شیخ امیر په کلي کې نيولى شوى دى.
سرچينه وايي چې قاری یوسف د یوی برید په چمتووالي بوخت و ، چې د ملي امنيت موظفينو ونيوه.
ملي امنيت زياتوي چې قاري یوسف په ښځینه جامو کی ونیول شو چی غوښتل يې له کلي څخه و تښتي.
سرچينې ددغه کس د نيونې دقيقه نېټه نه ده په ډاګه کړې .
تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان