خرید بک لینک

کابل (پژاک، ١٣ کب ٩٤): د ملي اردو يو سرتېرى د تېښتې او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د يو ځاى کېدو په جرم پر ١٥ کاله بند محکوم شو.

د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ٢٠١ سېلاب قول اردو پوځي علني محکمې د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ د بلند غر کلي اوسېدونکى زيب الله د حبيب الله زوى چې د ٢٠٥ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا د درېيم کنډک د دويم ټولي سرتېرى و، له اردو د تېښتې او وسله والو مخالفينو سره د يو ځاى کېدو په جرم په ١٥ کاله بند محکوم شو.

سرچينه زياتوي چې زيب الله د روان کال د چنګاښ مياشتې د ١٤مې نېټې د ۱۳مې شپې شاوخوا ١١ بجې د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ کې له خپلې امنيتي پوستې له خپلو اړوندې وسلې او پوځي توکو سره د دولت وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شو.

سرچينه زياتوي چې زيب الله د روان کال د مرغومي په ٩مه د ختيځ زون د کشف ساحوي مديريت د کشفي او اوپراتيفي معلوماتو پر بنسټ د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د بهسود پله په چوک کې ونيول شو.

د خبرپاڼې له مخې چې نوموړي د جزا قانون د ١٥ مې مادې لومړۍ فقرې د حکم سره سم په تنفيذي بند او نغذي جريمه محکوم شوى، خو دا جزا يې پوځي جزا کړنو قانون ٤٨ مادې په پام کې نيولو سره نهايي نه دى او د دواړه خواوې د استيناف غوښتنې حق لري.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 13 اسفند 1394 ساعت: 15:59

صفحه بندی