خرید بک لینک

ګردېز (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په پکتيا ولايت کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې د يوې قربانې شوې کورنۍ غړى وايي چې د دوى د کورنۍ د وژل شوو غړو قاتلين بايد محاکمه شي او حکومت هم بايد ورسره اقتصادي مرستې وکړي.

شاوخوا درې کاله وړاندې د سلواغې په مياشت کې د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د خټاوې په کلي امريکايي ځواکونو پر يوه کور عمليات وکړل.

په دې عملياتو کې دوه وروڼه، د هغوی مېرمنې او يوه خور يې ځای پر ځای ووژل شول او د دې کورنۍ څو تنه نور امريکايي ځواکونو له ځان سره بوتلل.

دغه عمليات پر هغې کورنۍ وشول چې له وژل شوو کسانو څخه يو يې په وزي ځډراڼ ولسوالۍ کې د ملي اردو په ليکو کې دنده درلوده او بل يې په احمدابا ولسوالۍ کې څارنوال و.

د يادې قربانې شوې کورنۍ مشر ٨٥ کلن شراب خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې کاله وړاندې يې امريکايي ځواکونو پر کور عمليات وکړل.

هغه د پېښې کیسه داسې وکړه: ((لمسی مې پيدا شوی و او کلي ته خلک راغلي و چې اتڼونه او خوښي وکړي، خو د شپې په دريو بجو مې پر بام باندې درزا واورېده چې د باندې مې وکتل امريکايي عسکر چې ږيرې يې هم وې پر بامونو باندې ولاړ وو او وروسته انګړ ته راکوز شول او خونو ته راننوتل.))

ده وويل: ((اول مې مشر زوى محمد داود ووت، هغه يې وويشت او ځاى پر ځاى مړ شو بيا مې بل زوى ووت، هغه يې هم پر ډزو مړ کړ.))

دی وايي، له دې وروسته د کور مېرمنې په ژړا راووتې هغه يې هم پرله پسې وويشتې او ټول انګړ يې له وينو ډک کړ.

د ده په خبره، امريکايي ځواکونه کوټې ته ننوتل، ټول مېلمانه يې په داسې حال کې تر سهاره د باندې درولي وو چې ټوله سيمه په واورو پوښل شوې وه.

د هغه په خبره چې امريکايي ځواکونو څو تنه له ځان سره هم بوتلل خو وروسته يې بيا بېرته خوشي کړل.

د شراب خان په وينا، یادو ځواکونو کور لټ په لټ کړ خو څه يې پيدا نه کړل او د وتلو پر مهال يې د دوى ٤٧ لکه کلدارې له ځان سره يوړې.

هغه وايي چې په دې موده کې څو ځلې حکومتي چارواکو ورسره د مرستې ژمنه کړې ده خو تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.

ده وويل: ((امريکايي ځواکونو بيا له وړيو پيسو څخه ١٥ لکه بېرته راکړې او شپږ لکه افغانۍ حکومت هم راسره مرسته وکړه خو له هغه وروسته بيا چا را سره مرسته نه ده کړې.))

د شراب خان د معلوماتو له مخې، امريکايي ځواکونو دغه پېښه منلې وه او په دې اړه يې بښنه هم غوښتې وه.

ده وويل: ((امريکايي ځواکونه څو ځلې زما کور ته راغلل او بيا د خوراکي توکو مرسته هم راسره وکړه.))

د هغه په وينا، د ټولې کورنۍ غوښتنه يې ده چې د زامنو او لور قاتلين يې بايد محاکمه شي او د خپلو اعمالو پر سزا بايد ورسېږي.

هغه وايي چې په سپينه ږيره د خپلو وژل شوو زامنو د کورنۍ لګښت يې پر غاړه دى چې په اسانۍ سره نه شي کولاى له دغه مالي لګښت څخه ووځي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له وژل شوو زامنو څخه ورته ٨ لمسيان پاتې دي او دې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د څارويو د خرڅلا کارو بار کوي.

شراب خان په ژړغوني غږ وويل: ((که اوباما دا ټوله پاچاهي راکړې وای نو يو زوی به مې هم نه وای ورکړی خو افسوس زامن او کورنۍ مې ډېر بېځايه ولاړل، کاشکې چې يوه ګناه خو په کې وى.))

هغه وايي، خواشينی په دې دى چې زامن يې سره له دې چې له طالبانو سره نه وو، بلکې په حکومت کې يې دندې درلودې او په دې ورځ يې د کور مخې ته رینجر موټر هم ولاړ و.

هڅه مو کړه چې د دې پېښې په اړه د يادې کورنۍ له بل غړي سره هم خبرې وکړو خو يو هم مرکې ته حاضر نه شول.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ پژواک ته وويل چې دغه له درده ډکه پېښه څو کاله وړاندې په خټاوي سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل: ((هغه وخت زه دلته نه وم خو د حکومت دنده ده چې له دغه ډول ځپل شوو کورنيو سره مرستې وکړي.))

ځدراڼ وايي چې د دې کورنۍ ستونزې به يو ځل بيا له حکومتي چارواکو او بهرنيو سره شريکې کړې ترڅو ورسره مرستې وکړي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 24 فروردين 1395 ساعت: 16:31

صفحه بندی