خرید بک لینک

فراه – چاريکار( پژواک،٢١ ورى ٩٥ ): د فراه ولايت پرچمن ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو کمين کې او د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې د نامسوولو کسانو ترمنځ نښته کې، شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د فراه امنيه قوماندان توريالي عبدياني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پرچمن ياده پېښه، د "غنجَغِز" سيمه کې تېره ورځ رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې پنځه کسان وژل شوي او بل تن ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې دا نښته د صدرالدين او عبدالله کسانو ترمنځ پېښه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د صدرالدين په نوم يو غيرمسوول قوماندان، غِنجَغِز سيمه کې د عبدالله په نوم يو سيمه ييز مخور ته کمين کې ناست و چې په پايله کې عبدالله له خپلو دوو زامنو او خپل يوه کس سره وژل شوى او د عبدالله يو بل ملګرى ټپي شوى دى.

عبدياني همداراز زياته کړه چې دې نښته کې د صدرالدين اړوند يو کس هم وژل شوى دى.

هغه وويل چې دې پېښه کې ښکېل کسان له سيمې تښتېدلي خو پوليس يې په لټه کې دي.

خو د عبدالله وراره محمد داوود وويل ، پرون سهار کله چې دده تره له خپلو دوو زامنو او د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروژې له دوو انجينرانو سره د يادو پروژو لپاره "غوجي" سيمې ته روان وو چې غِنجَغِز پر لار د طالبانو له کمېن سره مخ شول.

نوموړي زياته کړه چې تره يې له دوو زامنو او د ملي پيوستون پروژې له يو انجينر سره ووژل شو او بل انجينر ټپي دى، هغه وويل چې له مقابل لوري هم يو کس وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ چارواکي وايي چې تېره شپه د معلم روح الله نامسوولو وسله والو او د تورن په نوم کسانو تر منځ ددې ولسوالۍ اړوند "ده ملا" سيمه کې د نښتې له امله يو تن ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

د پروان ولايت بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ٩ بجې د معلم روح الله او تورن کسانو تر منځ نښته رامنځ ته شوه؛ معلم روح الله ووژل شو د هغه دوه کسان ټپيان شول او همداراز تورن نومى هم ژوبل شوى دى.

نوموړي له دې پرته چې ددې نښتې په اړه جزييات ورکړي، زياته يې کړه چې يادو دوو نامسوولو قوماندانانو، له پخوا څخه خپلو کې تربګني درلوده.

د هغه په وينا، په پېښه کې ښکېل دوه تورن کسان له سيمې څخه تښتېدلي دي او د پوليسو لخوا تر تعقيب لاندې دي.

قدوسي، له غيرمسوولو کسانو سره د وسلو شتون دادسې پېښو رامنځ ته کېدو لامل وباله او ويې ويل چې پروګرام لري چې له مخې به يې نامسوولو وسله والو کسانو څخه وسلې واخيستل شي.

د پروان ملکي روغتون سرطبيب ډاکټرعبدالقاسم سنګين وويل چې د بګرام ولسوالۍ د ټپيانو له ډلې يوتن يې دې روغتون ته راوړل شوى و؛ خو روغتيايي وضعيت يې مناسب نه و، کابل ته ولېږدول شو.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 21 فروردين 1395 ساعت: 19:54

صفحه بندی