خرید بک لینک

مهترلام (پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د سمسور لغمان دوديزه پسرلنۍ مشاعره وشوه چې په کې لسګونو شاعرانو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

په دې مشاعره کې چې پرون له غرمې وروسته ترسره شوه، په کې د شاعرانو او فرهنګيانو تر څنګ د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لال پاچا ازمون، د ملي تحريک مشر استاد محمداسمعيل يون، د اجرائيه رياست سلاکار غازي نواز تڼي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر کمال سادات، لوړپوړو چارواکو، ملي سوداګرو، له بېلابېلو ولايتونو څخه ګڼ شمېر راغلو شاعرانو، ليکولانو، د شعر مينه والو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي شاعران، ليکوالان او په ټوله کې د علم او ادب خاوندان د ټولنې هغه روښانه څراغونه ياد کړل چې کولی شي د شعر او ادب په خوږه او نرمه ژبه ولس ته د يووالي، مثبت فکر، پرمختګ، ښوونيزې اوروزنيزې پراختيا او انسان پالنې روحيه ورکړي او ټولنه پر سم لور رهبري کړي.

نعيمي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د هېواد په دې حساسو شرايطو کې د ټولنيز خونديتوب، ډاډمن امن، سولې، ثبات او هر اړخيز پرمختګ په ډګر اساسي رول ترسره او له روان وضعيت څخه د ټولنې په را ايستلو کې رغنده رول ادا کړي.

تر ويناوو وروسته د شعر او ترنم لړۍ پيل شوه، ځينو خپل او يو شمېر نورو بيا انتخاب شوي شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل او د غونډې د برخه والو تر څنګ يې ټولو د شعر په نرمه او خوږه ژبه مثبت او رغوونکي پيغامونه انتقال کړل.

تر يادې مشاعرې وروسته د لغمان والي له يو شمېر چارواکو او فرهنګيانو سره په مهترلام ښار کې د دانش له علمي او فرهنګي مرکز څخه ليدنه وکړه.

په پيل کې د دانش فرهنګي مرکز مشر اسد دانش د مرکز د تګلارو، کړنو او لرليد په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل چې دغه مرکز يې د علمي او فرهنګي خدمت لپاره جوړ کړی دی او هڅه به وکړي چې د خپلې ټولنې علمي او فرهنګي سرمايه بډايه وساتي.

نوموړي له ورغلیو مشرانو وغوښتل چې د دانش فرهنګي مرکز مادي او معنوي ملاتړ وکړي تر څو په راتلونکي کې ځوان نسل ته د لازيات اساسي خدمت جوګه شي.

د ملي تحريک مشر او د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعیل يون د خپلو خبرو پر مهال د انش فرهنګي مرکز يوه هغه اړتیا ياده کړه چې په لغمان کې موجوده وه.

نوموړي له اسد دانش مننه وکړه چې د پرله پسې هلو ځلو په پايله کې يې د لغمان ولايت لپاره يوه غوره بنسټ کېښود.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي دانش فرهنګي مرکز د دغه ولايت د ځليدنې او پېژندنې مرکز ياد کړ او د هر نسل لپاره يې د دغه فرهنګي مرکز خدمتونه مهم او ګټور وبلل.

نوموړي له اسد دانش مننه وکړه چې د ملت جوړونې او هېواد جوړونې لپاره يې غوره بنسټ رامنځته کړی دی.

والي نوموړي ته ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به تل د دغه مرکز له علمي او فرهنګي کړنو ملاتړ وکړيږ

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 20 فروردين 1395 ساعت: 13:31

صفحه بندی