
مهترلام (پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): د لغمان ولايت د مهترلام بابا د تاريخي زيارت اړوند ابدات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له انکشافي بوديجې د ۱۲ ميليونو افغانيو په لګښت ورغول شول.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پروژه د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رغول شوو ابداتو څخه تل څارنه کړې او هڅه به وکړي چې په دغه ولایت کې نور تاريخي ابدات هم ورغول شي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د لغمان ټولو ولسونو ته د مهترلام بابا د تاريخي زیارت د ابداتو د رغونې مبارکي ورکړه او دغه کار يې د تاريخي شتمنيو د ساتنې لپاره يو بنسټيز ګام ياد کړ.
نوموړي وويل چې پر رغول شوو ځايونو ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې په پخوانۍ بڼه رغول شوي دي.
نعيمي زياته کړه چې په څو ورځو کې به مهترلام بابا تاريخي زیارت ته د غځېدلي سړک د قيرريزۍ چارې هم پیل شي او په ياد زيارت کې به د پارکونو د جوړولو تر څنګ فکري مرکز او نورې د اړتيا وړ اسانتياوې هم برابرې کړي.
د لغمان والي زيری ورکړ چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د سراج تاريخي کلا د رغونې چارې هم پيل کړي او په دغه ولايت کې به د ټولو تاريخي اثارو د ساتنې تر څنګ د تاريخي ابداتو رغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ملي تحريک مشر او د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعيل يون او د ځوانانو چارو معين ډاکټر کمال سادات هم خبرې وکړې او د لغمان ولايتي ادارې د پرلپسې هڅو څخه يې ستاينه وکړه.
دوی زياته کړه، هر څوک چې د تاريخي شتمنيو ساتنې ته ځانګړې توجه لري په واقعيت کې له خپل تاريخ او هويت سره ژوره مينه لري.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان