
کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٥): د هېواد د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر په کابل کې د هند او روسيې له سفيرانو سره پر امنيتي او اقتصادي همکاريو خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار نن له غرمې مخکې د روسيې له سفير السکاندر مانتيتسکي او د هندوستان سفير من پریت هورا سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، د روسيې له سفير سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو او له افغانستان سره د روسيې د امنيتي او اقتصادي همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.
د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وويل چې هېواد يې د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ګډون د ثبات د تامين او سولې د ټينګښت لپاره د روسيې دوامدارې همکارۍ ته اړتيا لري.
په کابل کې د روسيې سفیر السکاندر مانتيتسکي وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د امنیتي او اقتصادي همکاريو پراختيا ته ژمن دی او باور لري چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ځپل د ټولې سيمې له امنيت سره مرسته کوي.
په دې ليدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.
بلخوا سرچينه کاږي چې د ملي امنيت سلاکار نن د هند له سفير من پريت هورا سره د سلما بند د پرانيستې، د امنيتي او اقتصادي همکاريو په اړه خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې یې له څلورو چورلکو د وروستۍ هغې په اړه هم خبرې وشوې چې ټاکل شوې ده د هند له خوا افغانستان ته وسپارل شي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان