
پل علم (پژواک، ۱٨ وری ۹۵): په لوګر ولايت کې له تېرو دريو کلونو را په دېخوا د نامعلومو دلايلو له مخې د "نايب امين الله خان" د دری سوه بستريز روغتون چارې په ټپه ولاړې دي.
د دغه روغتون د جوړونې چارې په ١٣٨٥ کال کې پيل شوې چې تر اوسه يې ٨٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصر غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل: ((سره له دې چې زموږ خلک د روغتیایي خدمتونو په برخه کې ډېرې ستونزې لري خو بیا هم مرکزي حکومت په ځانګړي ډول د عامې روغتیا وزارت د دغه روغتون د کار د بشپړولو په برخه کې بې پروایي کوي.))
ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د روغتيا په برخه کې د لوګر د خلکو ستونزو ته په کتو سره هر څو ژر د ياد روغتون د جوړونې چارې پيل کړي.
په ولسي جرګه کې د لوګر استازي محمداکبر ستانکزي پژواک ته وويل چې د نايب امين الله خان د دری سوه بستريز روغتون د جوړونې چارې د پاکستان هېواد پر غاړه دي.
ستانکزى وايي: ((حکومت بايد مرسته کوونکی هېواد پاکستان مجبور کړي چې خپله دغه نيم کاره پروژه بشپړه کړي.))
ستانکزي وويل چې دغه موضوع يې څو ځلې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم ياده کړې او په دې اړه يې د عامې روغتيا وزارت ته مکتوبونه هم استولي دي.
ده هم وويل که دغه روغتون جوړ شي نو د روغتيا په برخه کې به د لوګر د خلکو ستونزې ډېرې کمې شي.
د پل علم ښار د پورک سيمې اوسېدونکي محمدصادق پژواک ته وويل چې د لوګر اوسېدونکي له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((دلته سم روغتيايي خدمات نشته، موږ مجبور يو چې خپل مريضان کابل او يا هم پاکستان ته يوسو.))
ده وويل چې شاوخوا نهه کاله وړاندې په لوګر د نايب امين الله خان د دري سوه بستريز روغتون چارې پيل شوې خو د شرم ځاى دى چې تر اوسه يې چارې نه دې بشپړې شوې.
دغه راز د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پنګرام کلي اوسېدونکي عنايت الله پژواک ته وويل چې په لوګر ولايت کې يو مجهز او پرمختللي روغتون ته اړتيا ده.
ده وويل: ((که چېرې زموږ ۳۰۰ بستریز روغتون فعال شي، نو بيا موږ مجبور نه يو چې په کابل کې خپل مريضان شفاخانه په شفاخانه وګرځوو.))
د لوګر د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاګتر ګل الرحمن شاهي پژواک ته وويل چې د نايب امين الله خان لوګري د دری سوه بستريز روغتون مالي لګښت د پاکستان هېواد له لوري ورکول کېږي او چارې يې هم د نسفک په نوم د يو پاکستاني ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.
د شاهي په وينا، درې کاله کېږي چې د نا څرګندو دلايلو له مخې د دغه روغتون د جوړولو چارې په ټپه ولاړې دي.
هغه وايي چې دغه روغتون په شل جريبه ځمکه کې په اساسي ډول په پنځو پوړونو کې جوړېږي چې تر اوسه يې ٨٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پاکستان هېواد د دغه روغتون د جوړونې لپاره ٣٥ ميليونه امريکايي ډالره د مرستې ژمنه کړې وه.
د لوګر د والي وياند سليم صالح هم پژواک ته وويل چې د دغه روغتون د جوړولو چارې بايد څو کاله وړاندې پاى ته رسېدلې واى خو د ځينو ستونزو له امله يې چارې ځنډېدلې دي.
خو ده وويل: ((د ولایت مقام د روغتون د پروژې د بېرته پیلېدو مسئله څو ځلې د عامې روغتیا له وزارت سره شریکه کړې په خپله والي صاحب د کابینې په غونډه کې هم دغه موضوع یاده کړې ده خو د خوشحالۍ ځاى دا دى چې پاکستان هېواد ژمنه راکړې چې د روان کال تر پایه به د دغه روغتون ټولې چارې بشپړې کړي.))
ده وويل چې د روغتون د جوړېدو چارې د سيمه ييزو چارواکو په لومړيتوبونو کې دي او ډېر ژر به يې د جوړېدو کار بېرته پيل شي.
په لوګر ولايت کې دا مهال دری بستر لرونکي روغتونونه او ٤٥ دولتي او شخصي روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي.
هڅه مو وکړه په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان