
کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٤): د کابل ښار د پوليسو پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر يو زغره وال موټر د مقناطيسي ماين چاودنه شوې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه پېښه نن ماسپښين درې بجې او شل دقيقې د پنجصد فاميليو په سيمه کې د تېلو د يوه ټانک مخې ته رامنځته شوې ده.
د پنجصد فامليو سيمې يوه اوسېدونکي وحيد عزيزي پژواک ته وويل: "دوه زغره وال موټر او دوه رينجر له سړک د تېرېدو په حال کې وو چې يوه مقناطيسي ماين پر زغره لرونکي موټر چاودنه وکړه."
نوموړي په دې اړه چې دغه زغره وال موټر د چا و؟ څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې موټر يو څه زيانمن شوى او په کې سپرو کسانو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
امنيتي چارواکو تر اوسه پورې د يادې پېښې د څرنګوالي، د مرګ ژوبلې شمېرې او د اوښتو زيانونو په اړه جزئيات نه دي وړاندې کړي.
د ياد بريد مسووليت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دى اخيستى.
- - , .
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان