خرید بک لینک

کابل ( پژواک، ٩ کب ٩٤) : د (مجلس عسکري) په نامه يوې نوې وسله والې ډلې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پر پوځ د تازه بريدونو مسووليت اخيستى دى.

وروسته له هغه چې تېره اوونۍ پاکستانيو ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د (ضرب غضب) په نامه د عملياتو دويم پړاو پيل کړ، پرون سهار پرې وسله والو له څو خواوو څخه بريدونه وکړل.

د پاکستانيو رسنيو د معلوماتو له مخې، دا بريدونه د ډيورنډ پولې ته څېرمه د شوال په سيمه کې شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بريدونو کې د يوه افسر په ګډون څلور سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې چې په ځوابي ځمکنيو او هوايي بريدونو کې ١٩وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.

دغه راز سرچينې ويلي، چې په سوېلي وزيرستان کې د هوايي بريدونو له امله ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

بلخوا د (مجلس عسکري) په نوم يوې نوې رامنځته شوې وسله والې ډلې د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې پر پاکستانيو ځواکونو د بريدونو مسووليت منلى دى.

د دغې ډلې له خوا په يوه خپور شوي پيغام کې راغلي دي چې د ګڼ شمېر سرتېرو د وژلو ترڅنګ يې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې يې هم ترلاسه کړې دي.

د خليل منصور په نامه د يادې ډلې مشر ويلي، چې په دې جګړه کې يې دوه قوماندانان هم وژل شوي او زياته کړې يې ده چې ډېر ژر به نور بريدونه هم وکړي.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 9 اسفند 1394 ساعت: 14:19

صفحه بندی