
غزني ښار(پژواک،۱۶وری۹۵): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ديوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوی او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپيان دي.
د غزني ولايت د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال د وري په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په کوټه سنګي سيمه کې يو تونس موټر د ملي اردو له موټر سره جنګېدلى دى.
ديسيوال په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته يو جسد او لس ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وويل : (( دا کوم کس چې مړ دى دا په مرميو ويشتل شوى دى.))
د همت د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې شپږ سړي، درې ښځې او يو ماشوم شامل دي.
همت وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د غزني د اندړو ولسوالۍ د کوټه سنګې سيمې اوسېدونکي محمد جميل پژواک ته وويل: (( شاوخوا لس بجې به وې چې تونس موټر د اردو له موټر سره وجنګېد او څو کسان په کې ټپيان شول.))
ده وويل چې ټپيان په نورو موټر کې روغتون ته ولېږدول شول.
په غزني کې د ملي اردو چارواکو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان