
کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د کانکور ازموينې پايلې يې اعلان کړي او ډېر ژر به د دې وزارت پر وېبپاڼې پر ليکه شي.
سرچينه زياتوي چې د کانکور له نږدې دوه سوه زره ګډونوالو څخه نږدې ١٥٧ زره تنه کامياب شوي، پاتې نور ناکام دي او سږکال د ازموينې له ګډونوالو څوک بې پايلې نه دي پاتې.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پايلې وېبپاڼې ته د پورته کېدو په حال کې دي او له لږ ځنډ وروسته يې خلک پر وېبپاڼه کتلى شي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د ١٣٩٤ لمريز کال د کانکور په ازموينه کې په ټوليز ډول د دوولسمو ټولګيو نږدې ١٨٠ زره فارغانو د هېواد په کچه ګډون کړى وو.
فيصل امين زياتوي چې د کانکور له ګډونوالو ٥٨٣١٠ تنه د دولتي لوړو زده کړو موسسو او ٤٦٩٠٦ تنه د دولتي نيمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي دي.
ده زياته کړه چې د کانکور له ګډونوالو ٥١٤٥٨ تنه د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته بريالي شوي دي.
دى وايي، چې د کانکور له ګډونوالو ٢٢٩٣٣ تنه ناکام شوي دي.
د هغه په وينا، په کانکور کې تر ټولو لوړه نومره (٣٤٠.٩٨ ) ده چې د هرات اوسېدونکي فرامرز تر لاسه کړې او دويمه لوړه نومره (٣٣٩.٢٧) ده چې د کابل ولايت اوسېدونکي فواداحمد تر لاسه کړې ده.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان