
هرات ښار(پژواک، ١٥ورى ٩٥): په هرات ولايت کې د هلوټرسټ په نامه ماين پاکۍ موسسې پنځلس کارکوونکي را خوشي شول.
دا کسان چې دوه ورځې وړاندې د کسهان په (شبش) سيمه کې د ناپېژنداه وسله والو له لوري تښتول شوي وو، نن سهار را خوشي شول.
د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي چې ياد شوي ١٥ تنه له کومې معاملې پرته را خوشي شوي دي.
د احمدي په خبره، ياد شوي ١٥ کسان په هلوټرسټ موسسې پورې اړوند وو چې په کهسان کې د دوو مشهورو طالبان قوماندانانو ملا حيدر او ملا توپان کسانو تښتولي وو.
هغه زياته کړه چې ددې ماين پاکانو د خوشي کولو لپاره د امنيتي ځواکونو عمليات پيل شوي وو چې په ترڅ کې يې په لومړي قدم کې اووه ماين پاکان د ملا حيدر او ملا توپان له کسانو را خوشي شول او وروسته د ١٥ نورو تښتول شوو کارکوونکو پلټنې دوام وکړ چې بالاخره ازاد شول.
په ورته وخت کې د هرات ولايت وياند جيلاني فرهاد وويل چې د ماين پاکۍ موسسې ياد شوي ١٥ کارکوونکي د امنيتي ځواکونو د هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب نن د يکشنبې په سهار په کهسان ولسوالۍ کې را خوشي او کورونو ته تللي دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان