نیوزیلېنډي ګلېن فلېپس په خپل نوي شاټ د کرکټ نړیواله شورا حېرانه کړه.

ساخت وبلاگ

ليکنه: سمیع الله درانی

د نیوزیلېنډ ښي لاسي توپ وهونکي، د نومبر په ۲۷ مه نېټه په داخلي کرکټ کې داسې شاټ وهلی، چې د کرکټ ,نړیواله, شورا یې ,حېرانه, کړې، چې دغه شاټ ته څه نوم ورکړي.

۲۲ کلن ګلېن دومېنیک فېلېپس له مارټېن ګوپټېل سره په یوه لوبه کې لوبېده، نوموړي د اوټاګو لوبډلې پر وړاندې سټرایک ته ولاړ و، چې متیو بېکن په نامه فسټ ښي لاسي بالر ورته توپ وکړ، فېلېپ په ښي لاس توپ وهنې ته ولاړ و، توپ یې ولوباوه، د ترډ مېن په سر یې توپ لوبولی، د کيپر څنګ ته یې د شپږ منډو لپآره اړولی دی او داسې حال کې چې ریورس یا چپ ته هم نه دی اوښتی.

د کرکټ ,نړیواله, شورا اوس په دې لټه کې ده، چې دغه شاټ ته نوم ورکړي او د نوي شاټ په توګه یې کرکټ کې ځای کړي.

د دې شاټ اختراع کوونکی به ګلېن ,فلېپس, وي.

شا او خوا ناست لوبغاړي او ننداره کوونکي هم دغه شاټ حېران کړي دي او هغه یې یو نااشنا شاټ بللی دی.

دا شاټ فېلېپس په فورډ ټرافي سیالیو کې وواهه؛ دا سیالۍ د نیوزیلېنډ په اکلېنډ ښارکې د نیوزیلېنډ د ځایي لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د دې شاټ ویډیو په خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې او له خلکو یې غوښتي، چې د دغه شاټ په نومولو کې ورسره کومک وکړي.

فېلېپس ۱۶ څلوریزې او ۳ شپږیزې وهلې وې او له مارټېن ګوپټېل سره ډېر ښه لوبېده.

فېلېپس په ۱۳۵ توپونو ۱۵۶ منډې کړې وې.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې نیم دېس شاټ.

Name this shot!

اکلېنډ لوبډلې په ۵۰ اورونوکې ۳۱۰ منډې کړې وې، چې ګوپټېل او فېلېپس پکې سلیزې وهلې وې.

په تېرکې داسې ډېر لوبغاړي شته، چې شاټونه یې اختراع کړي دي؛ ډوني د کرکټ نړۍ ته هیلي کوپټر یا چورلکیز شاټ وروباخښه او د سریلانکا الراونډر ټیلي کرټنی دېلشن بیا سکوپ پېډل شاټ د کرکټ نړۍ ته ورکړ او اوس د فېلېپس شاټ ګورو چې څه نوم به ورکول کېږي.

د ګلېن فېلېپس لنډه پېژندنه:

د فېلېپس بشپړ نوم ګلېن دومېنیک فېلېپس دی، ۲۲ کاله عمر لري په سویلي افریقا کې زېږدلی دی او د نیوزیلېنډ لپاره په نیوزیلېنډ کې لوبېږي.

د نیوزیلېنډ، اکلېنډ او جمېکا ټالاواس لوبډلو کې لوبېدلی دی.

لاندې لېنک کې یې ویډیو کتلای شئ!

لېنک :

https://www.youtube.com/watch?v=2d21s26NfWo

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 238 تاريخ : شنبه 9 آذر 1398 ساعت: 14:58