ليکنه: صابرحميدي
د آسټرالیا نیلوبلاگ او پاکستان نیلوبلاگ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ سیالیو د لړۍ څخه ئې په لومړۍ لوبه کي آسټرالیا نیلوبلاگ ـ پاکستان نیلوبلاگ ته په یوه پاڼۍ او ۵ منډو توپير سخته ماته ورکړه نیلوبلاگ.
یاده لوبه چي تېره پنجشنبه پيل سوې وه پکښي لومړی پاکستان نیلوبلاگ توپوهنه پیل کړه. پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په خپله لومړۍ پاڼۍ کي ۲۴۰ منډي جوړي کړي.

د پاکستان لپاره په یاده لومړۍ پاڼۍ کي ۷۶ منډي اسد شفیق، ۳۷ منډي محمد رضوان، ۳۷ منډي اظهر علي او ۲۷ منډي بیا یاسر شاه جوړي کړې.
میچل سټارک ۴، پاټ کومینز ۳، جوش هزلوډ ۲ او نتن لاین بیا ۱ لوبغاړی د پاکستان دا په لومړۍ پاڼۍ کي وسوځول.
کله چي د آسټرالیا نیلوبلاگ کرکیټ ملي لوبډله توپوهني ته په لومړۍ پاڼۍ کي میدان ته کښته سوه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ئې ۵۸۰ منډي جوړي کړې.

د آسټرالیا لپاره لابوس چینج ۱۸۵، ډیویډ وارنر ۱۵۴، جا بورنس ۹۷، میس وېډ ۶۰ او هیډ بیا ۲۴ منډي جوړي کړې.
یاسر شاه ۴، شهین شاه افریدي او هاریس سوهېل دوه دوه، خو عمران خان او نعیم خان بیا د آسټرالیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

کله چي پاکستانۍ لوبډلي دوهمه نیمه پایلوبه پيل کړه، دا ځلي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۵ منډي جوړي کړې. دا هیواد ونه توانېد، چي د آسټرالیا له لوري ورکړل سوی هدف پوره کړي او په دې سره ئې په یوه پاڼۍ او ۵ منډو توپير په لومړۍ ټیسټ لوبه کي د آسټرالیا څخه ماته وخوړه.

دا ځلي د پاکستان لپاره ۱۰۴ منډي بابر اعظم، ۹۵ منډي محمد رضوان، ۴۲ منډي محمد مسعود او ۴۲ منډي بیا یاسر شاه جوړي کړې.
په دوهمه پاڼۍ کي د پاکستان ۴ لوبغاړي جوش هزلوډ، ۳ لوبغاړي میچل سټارک، ۲ لوبغاړي پات کومینز او یو لوبغاړی بیا نتن لاین وسوځاوه.

د یادولو وړ ده، چي د آسټرالیا او پاکستان کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه د رواني نومبر میاشتي په ۲۹مه نېټه پیلیږي او د راتلونکي ډیسمبر میاشتي تر ۳یمي نېټې پوري به دوام وکړي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان