خرید بک لینک

محمودراقي: (پژواک، ٥ سلواغه ٩٧): د کاپيسا په لومړي کوهستان ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې نښته کې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي او د ولايت په مرکز کې يو پوليس وژل شوى دى.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند سروش کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کاپيسا د لومړي کوهستان ولسوالۍ په خُم زرګر ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې نښته کې يو تن وژل شوى او درې نور تپيان دي.

هغه په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې پولیس سیمې ته رسېدلي او د پېښې عاملین به د قانون منګولو ته وسپاري.

تر دې مخکې هم له کاپيسا څخه د ورته نښتو خبرونه خپاره شوي دي.

دغه راز د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، تېره شپه د دغه ولايت په مرکز کې د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يو پوليس چې پهره يې کوله، پر ډزو وژل شوى او بريدکوونکى تښتېدلى دى.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 5 بهمن 1397 ساعت: 16:16

صفحه بندی