خرید بک لینک

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۷): د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خپلې هڅې شریکې کړې.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد پرون په نوي ډیلي کې د میرمن سوشما سوراج په مشرې د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، چې ددې لیدنې پر مهال د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې مشر هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمي خلیلزاد په دې لیدنه کې د افغان سولې لپاره د خپلو هلو ځلو او هڅو په اړه هندي پلاوي ته بشپړ معلومات ورکړل.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په لیدنه کې په ډاګه کړې، چې دوی یواځې دافغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 22 دی 1397 ساعت: 3:13

صفحه بندی