
کندهار (پژواک، ١١ ورى ٩٥): د ملي امنيت رياست منسوبينو په کندهار کې دوه تنه جعلکاران نيولي چې د پيسو په بدل کې يې جعلي تذکرې او د کار جوازونه جوړول.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، نيول شوي کسان محمد نسيم او نقيب الله د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکى دي چې يو يې له کرښې ها خوا د چمن په ښار کې اوسېده.
هغه زياته کړه، يادو کسانو په سپين بولدک کې خلکو ته د پيسو په بدل کې جعلي تذکرې او د کار جوازليکونه جوړول چې له ډېرې مودې راهيسې د کشفي ارګانونو تر څار لاندې وو.
دى وايي، دغه کسان د ملي امنيت د منسوبينو له خوا د يو لړ عملياتو په ترڅ کې له پنځو جعلي تذکرو او نورو غير قانوني اسنادو سره ونيول شول.
نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او پلټنې ورڅخه روانې دي.
د يادونې ده، په کندهار کې ډېر مهال داسې شکايتونه موجود وو چې ځيني کسان د پيسو په بدل کې جعلي تذکرې جوړوي چې بيا له دې لارې ناقانونه کړنې او ورانکاري کوي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان