د سیل او چکر لپاره په چین کې دغه ځایونه خوار مشهور دي

ساخت وبلاگ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

چین د نړۍ دویم لوی هېواد دی چې اوسمهال له۱.۳ میلیارد کسانو ډېر نفوس لري. چین تاریخي هېواد هم دی، چې له زیات اقتصادي پر مختګ سره سره یې لا هم خپل لرغونتوب له لاسه نه دی ورکړی. چین د سیل او چکر لپاره ګڼ داسې ځایونه لري چې په نوره نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي. دغه هېواد ته هر کل میلیونونه کسان ورځي تر څو د چین له تاریخي ځایونو لیدنه وکړي، چې دغه سیلانیان د چین لپاره د عوایدو یوه ښه سرچینه بلل کېږي.

شل کاله مخکې چین ته سفر کول یو څه اسانه خبره وه، خو اوس چې د چین نفوس هم زیات شوی دی او پر کورنیو سیلانیانو سربېره بهرني سیلانیان هم زیات شوي دي، نو دغه سفر یې یو څه ستونزمن کړی دی.

سیلانیان باید د یوه ځای د لیدو لپاره په اوږدو کتارونو کې ودرېږي. د اب او هوا له نظره چین د سفر کولو تر ټولو ښه وخت د پسرلي له لومړیو د اوړي تر اوله او بیا د مني له اوله د ژمي تر پیلېدو پورې.

۱- د چین لوی دېوال

د چین لوی دېوال

په چیني ژبه کې یو متل دی وایي: « هېڅوک ريښتینی اتل نه دی، مګر هغه وخت دی چې د چین پر دېوال ولاړ وي.» دا متل په اصل کې د چین لوی دېوال ته د چینایانو ارزښت ورکولو په مانا دی. د چین دغه لوی دېوال ته په چیني ژبه کې چانگ‌چنگ (Changcheng)وایي. دغه دېوال ډېرې کږې وږې لري چې له ژېړ سیند څخه د تر مرکزي اسیا پورې د ۶۷۰۰ کیلو متره په اوږد والي سره جوړ شوی دی. دغه لوی دېوال په ځینو ځایونو کې له ۶ تر ۸ مترو پورې اوږد والی لري، خو په ځینو ځایونو کې ان ۱۶ متره لوړ والی هم لري. هغه کسان چې چین ته ځي نو ارو مرو له دې دېوال څخه لیدنه کوي.

۲- په پکن کې د امپراطورۍ ماڼۍ او ممنوعه ښار

په پکن کې د امپراطورۍ ماڼۍ او ممنوعه ښار

د چین تر ټولو لویه او مهمه ودانۍ د ممنوعه ښار د (امپراطورۍ ماڼۍ) ده چې د پکن په زړه کې موقعیت لري. دا هغه ځای د چې که له نیږدې نه وي له لرې یې هم باید یو ځل وګورئ. دغه ښار د ۱۲۷۱ او ۱۳۶۸ کلونو تر منځ شوی دی. دغه راز ځینې برخې یې چې اوس یې تاسو شاهدان یاست د ۱۴۰۶ او ۱۴۲۰ کلونو ترمنځ جوړې شوې دي. داسې ویل کېږي چې تر اوسه په دغه ماڼۍ کې د ۲۴ امپراطورۍ یو درلودونکي امپراطوران اوسېدلي دي. دې ودانۍ لږ تر لږه ۷۲۰ زره متره مربع ځمکه احاطه کړې ده او دېوالونه یې هم تر ۱۰ مترو پورې لوړ والی لري. ددې ممنوعه ښار لیدل ساعتونه وخت نیسي چې تر ټولو په زړه پورې یې په ښار کې د مرمرینو پلونو لیدل دي.

۳- د سفالین لښکر

د سفالین لښکر

د ۱۹۷۰ په لسیزه کې چې کله بزګران د شي ان په ښار کې په یوه کلي کې د څاه په کیندلو بوخت و، نو ناڅاپه د سفالین له لښکر سره مخ شول چې دا په چین کې تر ټولو لوی تاریخي کشف دی. دغه لښکر له ۸۰۰۰ څخه زیات عسکر چې د قد اندازه یې هم پوره ده، ۵۲۰ اسونه، ۱۰۰ ګاډۍ او دغه راز د ګڼو نورو عامو خلکو مجسمې دي، چې تاریخي مخینه یې له میلاد څخه ۲۸۰ کاله وړاندې ته ورګرڅي په درېیو تل خونو کې ځای پر ځای شوي و، وموندل شول. دا په چین کې بله هغه سیمه ده چې په کلني ډول ترې ګڼ کسان لیدنه کوي.

۴- د لي په سیند کې په کښتیو کې سپرېدل

د لي په سیند کې په کښتیو کې سپرېدل

د ګوانګشي په سیمه کې د ګولین ښار شمال ختیځه برخه بل هغه ځای دی چې د چین ښکلا یې یو پر دوه کړې ده. ددې سیمې له کږو وږو چې کوم سیند تېر شوی دی، ځانګړې ښکلا یې زېږولې ده. پېړۍ کېږي چې دې ښار ګڼ شاعران، فیلسوفان او اوسني سیلانیان ځان ته جذب کړي دي. تر اوسه د دې ځای په اړه ګڼې کیسې، نکلونه افسانۍ او داستانونه جوړ شوي او لیکل شوي دي. په چین دغه سیمه هم ګڼ سیلانیان لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 280 تاريخ : شنبه 13 مرداد 1397 ساعت: 23:49