ليکنه: مدثر دعوت
ځيني کسان وايي چې په کرکټ او نور ورزش کې قد او ونه ډير ارزښت لرې.
که کرکټ ته راشو هغه کسان چې لوړه تنه لري، غوره توپوهونکي وي او ښه توپ اچوونه کوي، خو دا هم بايد هير نه کړو چې ونه او وزن د انسان پر وړتيا او لياقت ډیر منفي تأثر نشي اچولی.
د کرکټ ماسټر او د ۱۰۰ سليزو ريکارډ لرونکی کرکټر سچن ټنډولکر په تنه ډير ټيټ دی خو هغه په نړيواله سطحه د کرکټ منل سوی ماسټر دی.
ډیر نيږدې، زموږ دهيواد بريدګر توپوهونکی او غوره ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي په ونه ټيټ او وزن يې هم ډير زيات دی، خو که بيډ يې وچليږي طوفان جوړوي، دې ته نه ګوري چې دا د سويلي افريقا توپ اچوونکی دی که د زيمبابوې، او په افغانستان کې ورته تربل هرتوپوهونکې مينوال ډيره تمه لري.
تر شهزاد محمدي په نړيواله سطحه ډير ټيټ قدي کرکټران تير شوي او اوس هم شته، چې زموږ شهزاد ورته په دې لنډه تنه هم جګ مالوميږي.
شايد ستاسو په فکر کې به ځيني داسي کرکټران راګرځي چې په تنه ډير ټيټ وې، يا به مو هم د ځينو کرکټرانو لوبه ليدلې وي او داسي به نه وي درته بريښيدلي چې دوی دې د پام وړ په ونه ټيټ وي.
په دې ليکنه کې هغه ۱۰ کرکټران درپيژنو چې په تنه کښته دي، خو کرکټ يې د پام وړ دی:
۱ـ کروګر وان ويک
وان ويک د انګليستان لپاره ۹ ټيسټ لوبې ترسره کړې او وروستۍ ټيسټ لوبه يې په ۲۰۱۲ز کال کې ترسره کړل.
خو نوموړی په نيوزلينډ کې د کورني کرکټ د سنټرال ډيسټريکټ لوبډلې سره دی.
وان ويک ۴ فوټه او ۹ اينچه دی چې د ټيټ قدو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی مقام لري.
۲ـ والټر کورنفورډ
دی د توپوهنې سره سره د ویکټ ساتونکې دنده هم په غاړه لري او د انګلستان په کورني کرکټ کې ډير بانفوذه کرکټر دی.
والټر ۵ فوټه تنه لري او ۴۹۶ کورنۍ لوبي يې ترسره کړيدي.
۳ـ الفريډ فريمن
ده د کرکټ پيل په ۱۹۲۴ز کال کې وکړ خو يوازي يې ۱۲ ټيسټ لوبي کړيدي.
دی هم په ونه ډير ټيټ وو.
الفريډ په خپله ۵ فوټه تنه په نړیوال کرکټ کې ۶۶ ویکټې ترلاسه کړيدي.
۴ـ مشفق الرحيم
دغه ویکټ ساتونکی توپوهونکی، خورا بريدګره لوبه ترسره کوي او اکثريت وخت يې خپله لوبډله بريا ته رسولې ده.
که څه هم دده ونه ۵ فوټه ده، خو لا اوس هم په يو ورځنيو لوبو کې د بنګلديش ملي لوبډلي د لوبډلمشر دنده په غاړه لري.
۵ـ پراتيو پټيل
دی دهندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په ځينو لوبو کې د ویکټ ساتونکي دنده په غاړه لري.
دغه غوره توپوهونکي په ۲۰۱۸ز کال، هندوستان پريمر ليګ کې د رويال چلنجر بنګلور لوبډلي سره هم د ویکيټ ساتونکي دنده په غاړه درلودل.
پټيل هم په تنه ډير ټيټ دی او يوازي ۵ فوټه دی.
۶ـ ډيويډ بوون
دغه اسټرالياوي لوبډلمشر ۱۰۷ ټيسټ لوبې ترسره کړي او ۷۴۲۲ منډي يې کړيدي.
په بريتور کرکټر مشهوره لوبډلمشر د تنې جګوالی يوازې ۵ فوټه وو.
۷ـ ګونداپپا ويشوانات
ده تر ۴۱ په لوړ اوسط لوبه ترسره کول، خو دده قد هم يوازي ۵ فوټه وو.
۸ـ ټاټينډا ټايبو
ټایبو د توپوهنې ترڅنګ يو غوره وکيټ ساتونکی هم وو.
دده جګوالی هم ۵ فوټه وو،خو په ۲۰۰۴ز کال کې د زيمبابوې ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکل شو.
۹ـ الاوين کاليچرن
ده د خپل کرکټ په مسلک کې ۴۳۹۹ منډي کړيدي.
کاليچرن په خپل ۵ فوټه تنه ۶۶ ټيسټ لوبې وکړې، او په ۱۹۸۱ز کال کې د نړيوال کرکټ څخه تقاعد شو.
۱۰ـ مومن الحق
مومن الحق په کورني کرکټ کې ترښې کارګردګۍ وروسته ملي لوبډلې ته راويستل شو.
دغه کيڼ لاسی توپوهونکی ۵ فوټه او ۳،۵ اينچه دی.
تبصرې
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان