کابل( پژواک،۳۰ وری ۹۷): یونس قانوني وایي چې د ټاکنو نوم لیکنې مرکزونوکې د خلکو پیکه حضور، د اندېښنې وړ ده او ښايي چې د سیاسي ارادې او امنیت له شتون پرته ټاکنې له زیاتو ننګونو سره مخ شي.
محمد یونس قانوني چې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته يې په حکومت کې د نورو دندو ترڅنګ د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ، نن یې کابل کې د یوې غونډې پرمهال په تېرو ۱۷ کلونوکې د هېواد پر سیاسي وضعیت او د راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه چې د (( افغانستان حقوقي او سیاسي مطالعاتو)) له لوري د (( بن کنفرانس د ناویلو خبرو)) ترعنوان لاندې جوړه شوې وه، زیات شمېر سیاسي او مدني کسانو په کې ګډون کړی و.
قانوني د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو په اړه وویل: (( زموږ لومړۍ خبره دا ده چې ټاکنې د خلکو غوښتنه ده او د اساسي قانون حکم دی او هیله من یم چې ټاکنې پرټاکلي وخت په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.))
نوموړي زیاته کړه: (( موږ د ټاکنو ترسره کولو لپاره د تخنیکي، امنیتي وضعیت او سیاسي ارادې له اړخه څه ناڅه اندېښنه لرو او هیله لرو چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون د دې اندېښنو لرې کولو لپاره هڅه وکړي.))
خو نوموړي یادونه وکړه چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو کې د خلکو کمرنګه ګډون د ټاکنو کمېسیون لپاره ښه زیری نه دی.
دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د حکومت اجرایيه رييس عبدالله عبدالله هم دوه ورځې وړاندې ویلی و چې د نوم لیکنې مرکزونوکې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ګډون پیکه ده او باید د خلکو هڅولو لپاره ځینې پروګرامونه ترلاس لاندې ونیول شي.
د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروګرام پنځه ورځې وړاندې په ټول هېواد کې پیل شو، کابل کې ولسمشر، د حکومت اجرایيه رييس او ځینو نورو دولتي چارواکو نوم لیکنه وکړه او له خلکو څخه یې وغوښتل چې په دې بهیرکې دې پراخ ګډون وکړي.
خو د ټاکنو کمېسیون چارواکو ویلي چې نړیوالو بنسټونوخلکو ته ټاکنو کې د ګډون په موخه د عامه پوهاوي په برخه کې هېڅ راز همکاري نه ده کړې او دې بهیر ته لږ ځانګړې شوې پیسې د حکومت له لوري ورکړل شوي دي.
د ټاکنو کمېیسون د معلوماتو له مخې، د رایې ورکوونکو نوم لیکنې پروګرام په دوه پړاونو، لومړى ښارونو او ورپسې ولسوالیو او کلیو کې ترسره کېږي چې دوه میاشتې به وخت به واخلي.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : پنجشنبه 30 فروردين 1397 ساعت: 21:48