
کابل(پژواک، ٩ ورى ٩٥): د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي د ښار په واټونو کې د اوبو راوتلو او د کاناليزاسيون له نشتوالي شکايت کوي، خو کابل ښاروالي وايي چې ددې ستونزې د حل لپاره په روان کال کې نوي کانالونه جوړېږي.
له تېرو بارانونو وروسته د کابل ښار په بېلابېلو سيمو لکه تايمني واټ، سرسبزي څلور لارې، مېوې مارکېټ، خېرخانې لب جر، وزير اباد، کارته مامورين، سراى شمالي او ...، کې پر پخو سړکونو، عمومي واټونو او کوڅو کې اوبه راوتلې چې ترافيک سيستم يې ګډوډ کړى او د لارويانو د تګ راتګ مخه يې نيولې ده.
په کابل ښار کې د شفيق الله په نامه يوه ټکسي چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په باراني ورځو کې ګڼ شمېر سړکونه د اوبو راوتلو له امله بندېږي او خلک په ځانګړي ډول چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ کېږي.
هغه زياته کړه:((تېره ورځ مې څو کسه د پنجصد فاميلي څلورلارې نه سرسبزي څلور لارې ته په خپل موټر کې وړل چې د لارې په اوږدو کې مې د موټر ټاير په يوه لښتي کې بند شو، شاوخوا يو ساعت بند وم چې بالاخره مې سپرلي اړ شوه چې ښکته شي او پلي ولاړ شي.))
يوه بل ښاري ټکسي چلوونکي او د خېرخانې مېنې اوسېدونکي مختار فيضي پژواک ته وويل:((په باراني ورځو کې چې په سړکونو اوبه راووځي، ورسره ترافيکي ګڼه ګوڼه هم ډېرېږي.))
په کابل ښار کې د يوه خصوصي پوهنتون د څلورم کال محصل او د کابل ښار د تايمني اوسېدونکي نويد هم پر سړکونو د اوبو راوتلو په اړه اندېښنه وښوده او پژواک ته يې وويل، پر سړکونو د اوبو درېدو له امله ښځې او نارينه اړکېږي چې له سړک نه د تېرېدو لپاره بوټ وباسي او پښې لوڅي تېر شي.
د کابل ښاروالۍ د انجسام او پاليسي رييس ولي زميع، د کابل ښاريانو ددې ستونزې پخلى وکړ، خو په ورته وخت کې يې وويل، ښاروالي هڅه کوي چې په روان کال کې دا ستونزه حل کړي او نوي کانالونه وباسي، څو له دې وروسته په واټونو کې اوبه ډنډ نه شي.
نوموړي په کارته اريانا ساحه کې د کانالونو جوړېدو د کار د بشپړېدو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د سېلابونو له راوتلو پرته په دې ځاى کې کمې اوبه درېږي.
نوموړي د وزير اباد کانال د پروژې د ډيزوان او طرحې د نهايي کېدو خبره هم وکړه او ويې ويل، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې يې کار پيل شي چې په بشپړېدو سره به يې د تايمني د کانالونو ستونزې هم حل شي.
د کابل ښاروالۍ د انسجام او پاليسي مشر څرګنده کړه، دوى هڅه کوي چې په کابل ښار کې د کانالونو جوړېدو د مرستندويه هېوادونو او بېلابېلو ادارو همکاري جلب کړي، څو دا ستونزه ډېر ژر حل شي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان