خرید بک لینک

کابل (پژواک ٨ ورى ٩٥): ولسمشر اشرف غني نن ماښام د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو او روزونکو ته د کرکټ په نړیوال شل اوریزو سیالیو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د بریا مبارکي وویله.

دا سيالي نن په هند کې ترسره شوه، چې د کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال شل اوريز جام لس غوره لوبډلو په پړاو کې خپله وروستۍ سيالي له ويست انډيز پياوړې لوبډلې څخه وګټله.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ته وویل، د کرکټ په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ستاسو راڅرګندېدل او لوبېدل، ستاسو د همېشنیو هڅو او ښو کړنو ښکارندوی دی.

نوموړي د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: "تاسو د افغانستان رښتیني اتلان یئ چې دغه اتلولي مو دا ځل او هر ځل په نړیوالو سیالیو کې ثابته کړې ده."

محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له روزونکو انضمام الحق او منوج پراباکر څخه، چې یو یې د پاکستان او بل یې د هندوستان اوسېدونکي دي، له دې امله چې د کرکټ په برخه کې یې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو ښه روزنه کړې، مننه وکړه.

ولسمشر د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو او روزونکو ګډ کار ته په اشارې وویل، دا د سیمې د هېوادونو د همکارۍ او ګډ کار لپاره الهام او ښه بېلګه ده.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 9 فروردين 1395 ساعت: 0:17

صفحه بندی