کابل (پژواک،٨ ورى ٩٥): د يو شمېر ماشومانو د کورنيو غړي وايي چې کابل ښار کې دولتي وړکتونونه له جدي کمزوري مديريت او د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
د دارالامان سيمې اوسېدونکى معروف حشمتي چې خپل يو څلور کلن او بل دوه کلن ماشومان يې شپږمې ناحيې اړوند د "مادر" په نوم دولتي وړکتون ته وړل، ددې وړکتونو له کمزوري مديريت او د امکاناتو کمښت څخه اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل :" دا چې زه او مېرمن مې د دولت کارکوونکي يوو او د خصوصي وړکتونونو د لګښت توان نه لرو، خپل ماشومان دې دولتي وړکتون ته ورولو؛ خو مديريت يې کمزورى دى او امکانات هم نه لري."
د معروف په وينا، دې وړکتون کې ددې پرځاى چې د ماشومانو د ذهن او وړتيا په پياوړتيا کار وشي، ماشومانو ته تر ډېره ګډا او سندرې ويل ور زده کوي او ان نوي زېږېدلي ماشومان له شپږکلنو ماشومانو سره يوه سالون کې ساتي.
د دارالامان دې اوسېدونکي وويل چې دې وضعيت ته په پام سره، دولتي اړوندې ادارې بايد د وړکتونونو لپاره منظم روزنيز پروګرامونه جوړ کړي او داسې کسان وګوماري چې د ماشومانو له اروا پوهنې سره اشنا وي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت کارکوونکي حشمت الله وويل :" پتېيلې مې وه چې خپل ماشوم د وزارت وړکتون ته بوځم؛ خو کله چې خبر شوم هلته د اساسي زده کړو پر ځاى، نڅا او سندرې ويل ور زده کوي، لاس په سر شوم."
د نوموړي په وينا، اداب او ټولنيز چلند، ترافيکي قوانين او مقررات ، شخصي نظافت او د چاپېريال پاک ساتل هغه موارد دي چې بايد ماشومانو ته روزنه ورکړل شي؛ خو دې چارو ته لږ پاملرنه کېږي.
د پژواک خبرياله ددې مسايلو د څېړنې لپاره د کابل ښار لومړۍ ناحيې د دريېم مکروريان "ستاره" وړکتون ته تللې او ليدلي يې دي چې يوه ټولګي کې يو شمېر ماشومان له خپل روزونکي سره ترانه بولي.
شپږ کلنې سعديې په داسې حال کې چې ښوونکې يې هم ولاړه وه، ويې ويل چې وړکتون کې خوشحاله ده؛ خو له ورايه ښکارېده چې په اسانه يې خبرې نه شوې کولى.
د وړکتون مديرې عاطفې نيازۍ وويل چې د موزيک په نوم يو مضمون لري چې پر بنسټ يې هېوادنۍ ترانې، د نظافت ترانې او اسلامي ترانې ور زده کول کېږي؛ خو نڅا په کې نه شته.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد شرف الدين عظيمي هم وړکتونونو کې د ماشومانو د روزنې پرمهال د روان پېژندنې پر زده کړې د ټينګار ترڅنګ وويل چې دده په باور ښايي د کابل په ډېرو وړکتونونو کې روزونکي د ماشومانو روان پېژندنې په اړه معلومات و نه لري.
خو نوموړي په ورته وخت کې ماشومانو ته د کارتوني فلمونو نندارې وړاندې کول او يا د موزونو حرکتونو زده کړه او ترانه ويل هم اړين وبلل او ويې ويل تر اووه کلنۍ اړتيا ده څو تخيلي روزنه ورکړل شي چې د هغوى ذهن وده وکړي.
د وړکتونونو عمومي مشرې جمېلې نورستانۍ کاظمي د ځينو يادو ستونزو په تاييد سره وويل چې د وړکتونونو په مهال وېش کې ګډا او سندرې بلل ځاى لري؛ خو د هغوى کاري لومړيتوبونو کې نه دي.
خو هغې وويل چې دې ادارې تر شپږ کلنو د لاندې عمر ماشومانو د روزنې لپاره يې نوى ميکانيزم جوړ کړى دى چې ټاکل شوې ټولو دولتي وړکتونونو کې پلى شي.
د مېرمن نورستانۍ کاظمي په وينا، ددې ميکانيزم په چوکاټ کې ١٢ عنوانه کتابونه چمتو شوي دي او د علومو اکاډمۍ هم هغه تاييد کړي دي چې په دې کتابونو کې د تدريس ميتودونه د تمثيل، کيسه ويلو او ډول ډول لوبو په بڼه دي.
د خوراکي توکو خوړولو ، ماساژ، ځان ته لمر ورکولو څرنګوالى او د ماشومانو د روزنې ځانګړي حرکتونه هغه مسايل دي چې د وړکتونونو د مشرې د معلوماتو له مخې په دې کتاب کې ځاى لري.
نوموړې زياته کړه :" په دويم ټولګي کې د شېدو ورکول چې له يو کلنۍ عمر څخه وروسته پيل کېږي، د ژوند له چاپېريال سره بلدتيا،له طبيعت سره بلدتيا، د خپل شاوخوا محيط، ونې، ګل او بوټي، ځمکې ، اوبو، خاورې، هوا، د رنګونو او اوازونو پېژندل له جزيياتو سره طرحه شوي دي او ددې ترڅنګ لوړو ټولګيو کې ورزشي حرکتونه او د ژبې زده کړې پروګرام هم ځاى پرځاى شوى دى."
خو د وړکتونونو عمومي مشرې په ډاګه کړه چې له دې هڅو سره سره، د يادو کتابونو چاپولو لپاره کافي پيسې په واک کې نه لري.
مېرمن کوهستاني وويل :" وړکتونونو کې د روزونکو جذبولو لپاره هم يوه طرحه لرو؛ خو بوديجه شتون نه لري، دولت زياتو ښوونکو ته د معاش ورکولو توان نه لري."
د وړکتونونو د عمومي مشرې په خبره، مرستندويه بنسټونه هم له دې امله چې وړکتونونه زيان منونکي نه دي او هغوى هم د سړک غاړې ماشومانو ته لومړيتوب ورکوي، له دې ادارې سره مرستې نه کوي.
د کار، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال واصل نور مهمند هم دولتي وړکتونونو کې د ستونزو د تاييد تر څنګ وويل چې دا وزارت د وړکتونونو د وضعيت ښه والي لپاره کار کوي؛ خو د کارکوونکو د زياتولو او کافي امکاناتو برابرولو لپاره بوديجه په واک کې نه لري.
نوموړي د بېلګې په ډول د وړکتونونو لپاره د نويو کتابونو د چاپ ستونزې ته په اشارې سره وويل، دا وزارت ددې کتابونو چاپ لپاره بوديجه نه لري؛ خو له يوې نادولتي موسسې سره په دې برخه کې خبرې شوې دي؛ خو تر اوسه دا کار نهايي شوى نه دى.
د وړکتونونو د عمومي مشرې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د وړکتون شرايطو ته برابر شاوخوا پنڅه ميليونه ماشومان شتون لري چې له دې شمېر څخه يواځې شاوخوا ٢٥ زره ماشومان په دولتي وړکتونونو او ١١ زره نور يې په خصوصي وړکتونونو کې شامل دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان