کتوونکي د اوږدو فلمونو له لیدلو سره ستړي کیږي، په همدې اساس اوسني فلمونه تر وسه وسه لنډ جوړیږي.
خو په هندي 1 کې ځينې فلمونه جوړ شوي، چې ان له 1 1 زیات وخت نیسي. په ۹۰ یمو کلونو کې دا یوه عامه خبره وه، چې اداکارانو به 1 فلمونه جوړول. درې ساعته او کله کله ۴ ساعته هندي فلمونه جوړول یوه عامه خبره وه.
دلته موږ تاسې ته لس ۱۰ هغه فلمونه درپیژنو، چې لا هم د بالیووډ تر ټولو اوږده فلمونه بلل کیږي.

۱ـ لوک – کارګل (۴ ساعته او ۱۵ دقیقې)
دا فلم د ۲۰۰۳ کال په ډيسمبر کې خپور شو. فلم په کارګل کې د هندي عسکرو د جګړې کیسه کوي، چې ډیره برخه يې هملته ووژل شول. فلم کې سودیش بیري، موکیش تیواري او اجي دیوګن کار کړی دی. دا فلم ۴ ساعته او ۱۵ دقیقې کې اوږد دی.
۲ـ میره نام جوکر (۴ ساعته او ۴ دقیقې)
دا فلم په ۱۹۷۰ کال کې خپور شو. فلم کې راج کپور او درمندر کال کړي. فلم د راجو د پلار کیسه کوي. د راجو پلار په سرکس کې پوره تجربه درلوده.
۳ـ سنګم (۳ ساعته، ۵۸ دقیقې)
سنګم هم د راج کپور فلم دی، چې په ۱۹۶۴ کال کې خپور شو.
۴ـ لګن (۳ ساعته، او ۴۴ دقیقې)
لګن د عامرخان فلم دی، چې د ۲۰۰۱ کال په جون کې خپور شو. فلم د برتانیا تر واکمنې لاندې د هندوانو په ژوند او زحمت راڅرخي.
۵ـ خطرناک (۳ ساعته، او ۴۳ دقیقې)
خطرناک د سنجي دت او فرا ناز ګډ فلم دی، چې په ۱۹۹۰ کال کې خپور شوی. دا یوه رومانټیکه ډرامه ده.
۶ـ محبتتیان (۳ ساعته او ۳۶ دقیقې)
محبتتیان د امیتاب بچچن او شاروخ خان ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۰ کال کې خپور شو. دا فلم درې ساعته او ۳۶ دقیقې اوږد دی.
۷ـ سلام – ای – عشق (۳ ساعته او ۳۶ دقیقې)
سلام – ای – عشق د سلمان خان او پرینکا چوپړا ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې خپور شو. دا فلم طنزیه او رومانټیک دی. فلم د ۶ جوړو کیسه کوي، چې په بیلابیلو حالتونو کې ژوند کوي، خو ستونزې سره ورته دي. ددوې د ستونزو سبب هم یو دی او هغه مینه ده.
۸ـ کبهي الوداع نه کیهنا (۳ ساعته او ۳۵ دقیقې)
د شارخ خان او راني مکرجي ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۶ کال کې خپور شو.
۹ـ جوړا اکبر (۳ ساعته، او ۳۴ دقیقې)
د پر هندوستان د مغلو د واکمنې پر مهال د اکبر باچا د مینې په کیسه جوړ شوی تاریخي فلم دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې خپور شو. دا د هرتیک روشن او اشی رای بچن ګډ فلم دی.
۱۰ـ کبهي خوشي، کبهي غم (۳ ساعته او ۳۰ دقیقې)
دا د شاروخان او امیتاب بچن ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۶ کې خپور شو. فلم کې کاجول هم لوبیدلې. فلم د کورني ژوند کیسه کوي.
دا فلم خورا ډير کامیاب هم و.
تبصرې
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان