خرید بک لینک

پلخمري (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): په 1 کې د لسګونه ښځینه او نارينه قاریانو تر منځ سیمې ته د سولې د راتګ په موخه د تلاوت 1 1 شوه.

د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د حسن 1 سیالي چې د ښځو چارو ریاست له خوا تنظیم شوې وه، په کې ۸۰ ښځینه او نارینه قاریانو برخه لرله چې قاري بې بې سعیدې په کې لومړی مقام وګاټه.

د ښځو چارو ریاست ریيسې خدیجه یقین وویل چې غونډه یې د سولې پیغام رسولو په موخه جوړه کړې ده.

هغې وويل: ((هدف مو سوله ده او دغه راغونډ شوي کسان هم سوله غواړي؛ ځکه موږ سولې پسې ګرځو خو موندلی یې نه شو.))

دغه راز د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم وویل چې قران کریم را ته د سولې سبق راکوي او موږ سوله غواړو خو د دولت ضد وسله وال سوله نه پېژني.

والي وویل: ((د دولت له وسله والو مخالفينو سره سوله کول له زهرجنو حشراتو سره د سولې کولو په معنى ده او له زهرجنو حشراتو سره سوله په مارانو باور کول دي.))

همدارنګه مولوي احمد فرید فروتن پژواک ته وویل: ((د علم زده کړه په نر او ښځه فرض ده خو په اوسنیو شرایطو کې چې، هر لور ته حملې دي په دغه ډول شرایطو کې لومړی د ژوند خوندیتوب مهم دی.))

هغه وویل چې له یوې خوا د افغانستان دښمنانو او بلخوا په نظام کې شته فساد د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی دى.

ده زياته کړه، تر هغه چې حکومت له مفسدو کسانو خلاص شوی نه وي، سوله نا شونې ده.

په بغلان ولایت کې د سولې تر سرلیک لاندې د تلاوت دغه سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې مرکز پلخمري ته څېرمه شهاب الدین سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 18 بهمن 1396 ساعت: 19:35

صفحه بندی