د وسله والو بې رحمه بریدونه؛ کابل کې د وینو لښتي او د افغانانو معصومیت

ساخت وبلاگ

له جلال اباده وروسته د کابل په ټټر د بې رحمۍ یو درون ګوزار؛
کابل کې د وینو لښتي بهیږي، د انسانانو د سوځیدلې غوښې بویونه دي؛ روغتونونو کې چپرکټونه ډک دي؛ اهونه او کړیکې د تورو لوخړو سره یو ځای د عرش په لورې روانې دي.
پرون د پلازمینې کابل په صدرات څلور لارې کې وسله والو طالبانو له امبولانس څخه په ګټه اخیستنې خونړۍ حمله وکړه، چې پکې کابو ۱۰۰ کسان ووژل شوه او تر ۱۹۰ زیات ټیپیان دي.
چاودنه خورا ډيره زوره وه او شاوخوا نژدې هټۍ او کورونونو ښيښې او دروازې يې ماتې کړي او ځینې دیوالونه يې هم نړولي. د پیښې په ځای کې عینې شاهدان او خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې هرې خوا د خلکو غوښې پاشل شوي، وینې ښکته د سړک غاړې لښتي ته بهیږي؛ او نسبت لږ ژوبل کسان په وینو کې لت پت په تیندوکونو ځانونه تر روغتونونو رسوي.
خالي (شنبې) ورځ په افغانستان کې د کاري اوونۍ لومړي ورځ وي. په دغه ورځ په کابل او ولایتو کې بیخي زیات بیروبار وي. پرونې برید هم له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې شوی.

چارواکي وايي، چې د پیښې زیات قربانیان ملکي کسان دي، چې له دې ځایه د تیریدو په حال کې ول.
د پيښې ځای ته د جمهوریت روغتون، اروپايي اتحادیه، د سولې عالي شورا دفتر او ځینې بهرني سفارتونه هم نژدې دي.
د جمهوریت روغتون څخه راپورونه وايي، چې دلته ځينې ناروغان او ټپيان د ودانۍ په ښيښو او د چت په زیانمن کیدو بیا ځلې ژوبل شوي دي.
زبیح الله مجاهد، د وسله والو طالبانو ویاند، د برید مسؤلیت منلی او ویلي، يې دي، چې پکې يې ګڼو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.
تر دې وړاندې په جلال اباد کې د ماشومانو د ساتنې په ادارې یا Save the Children هم وسله واله حمله شوه، چې پکې ددغه ادارې ددو کارکونکو په شمول ۵ تنه مړه او ۲۰ نور ژوبل شوه. دا برید داعش منلی وو.
له دې وړاندې د کابل په انټرکانټینټل هوټل برید کې هم د بهرنیو اتباعو په ګډون، افغان کادرونه ووژل شول.

ولې خلکو مینځ کې بریدونه؟
د خلکو سره پوښتنه داده، چې ولې وسله وال اوس د پوځي هډو او سرتیرو په ځای د ملکي وګړو څخه د ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې چاودنې کوي؟
افغان چارواکي ددې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې وسله وال امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري؛ له همدې امله ملکي کسان په نښه کوي او موخه يې د خلکو په مینځ کې ویره خپرول وي.
سیاسي شننونکي بیا وايي، چې د په طالبانو يې د بادارو او سپانسر هیوادونو فشار دی، څو په افغانستان کې د بۍ ثباتۍ لپاره هره ممکنه لاره وکاروي.
د فیسبوک په پاڼه، عام افغانان بیا وايي، چې وسله وال غواړي، چې دوې په رواني لحاظ ووژني او د ژوند کاروبار ته يې پرینږدي.
نړیوال متحدین او کتونکي په دې نظر دي، چې د سپینې ماڼې او د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت تودې اړیکې او په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول په پاکستان او ایران د ټرمپ د ادارې د فشارونه له امله په فغانستان کې د ملکي وګړو په مینځ کې بریدونو زور اخیستی دی.

ولې امبولانس او ولې مرستندویه ادارې؟
امبولانس یواځینې موټر دی، چې عام او خاص خلک ورته لاره ورکوي او پریږدي يې، چې خپل منزل ته په اسانۍ ورسیږي. په ګڼو ځایونو کې امبولانسونه عاجل ناروغان انتقالوي، چې پولیس يې او عادي چیک پواینټونه يې نه پلټي.
امبولانس ته د افغانانو د درناوي څخه وسله والو طالبانو ناسمه ګټه پورته کړه، او پرون يې د ملکي وګړو په مینځ کې وچاوه.
په مرستندویه ادارو ددوی بریدونه هم د بهرنیو استخباراتو او کړیو په حواله دي. په پاکستان د امریکا د مرستو له بندولو وروسته، کله د پاکستان په افغانستان دا پیرزو شي، چې دلته نړیوال خیریه ادارې په ارامه خپل فعالیت وکړي او له افغانانو سره مرستې وکړي.

د کابل د پرونې برید په اړه د سپینې ماڼۍ او نړیولو غبرګون:
د ډونالډ ټرمپ په ګډون د سپینې ماڼۍ لوړ پوړو چارواکو پرونۍ بزدلانه حمله غندلې او د افغان حکومت څخه يې د ملاتړ او مرستې ژمنه بیا تازه کړې.
ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل:
“زه په کابل کې بوږنونکې موټر بم چاودنه، چې د یو شمیر بې ګناه ملکي کسانو د وژل کیدو او د سلګونو نورو د ټپي کیدو لامل شوه، په کلکو ټکو غندم. دا ډول بریدونه له افغانانو زموږ ملاتړ نور هم زیاتوي. د طالبانو ظلم به هیڅکله بریالی نه شي.”
په فرانسه کې بیګاه شپه د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره د خواخوږې او هغوې مړو شویو ته د درناوي په خاطر د ایفل برج څراغونه مړه شول.

ملي ماتم:
افغان حکومت د کابل د پروني برید په خاطر نن په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی. په کور د ننه او بهر به د افغانستان ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
سبا یواځې په کابل کې عمومي رخصت هم اعلان شوی، څو خلک وکولای شي، د قربانیانو مړي او فاتحې په سم ډول دفن او ترسره کړي.

د کابل نننی تصویر:
له شوره ډکه ښار کابل نن خاموش دی. که څه هم دولتي او غیري دولتي مامورین خپلو کارونو ته ستانه شوي، خو په ښار د ویرې فضا خوره ده.
د موټرو بیروبار کم دی او د خلکو ګشت و ګذر هم کم تر سترګو کیږي. ځینو خلکو موږ سره په خبرو کې وویل، چې آن میندې يې دوی ته له کوره د بهر وتو اجازه نه ورکوي.

پایله:
دا لومړی ځل نه دی، چې کابل او د افغانستان ولایتونه په وینو لمبیږي او افغانان خپلې جنازې په اوږو وړي. تر دې مخکې هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کې چاودنې، بریدونه، او هدفي وژنې کیږي.
حکومت وايي، چې هڅه کوي، طالبان او دولت ضد وسله وال د سولې له لارې خبرو ته حاضر کړي. امنیتي چارواکي بیا په خپلو مټو باور لري او وايي، چې سرتیرې يې دولت ضد وسله وال ځپلی شي.
ارګ بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ترهګرو د ملاتړو او سپانسرونکو هیوادونو په ضد جدي پریکړې وکړي.
عام خلک بیا له افغان حکومت څخه غوښتنه لري، چې د څرخي پل زندان طالب او حقاني شبکې اړوند وسله وال او ترهګر اعدام کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 233 تاريخ : يکشنبه 8 بهمن 1396 ساعت: 18:52