کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): د ملي تدارکاتو کمېسيون د ٢٣٢ ميليون افغانيو په لګښت اته قراردادونه منظور کړي دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کېراغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون دغه غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د ۲۳۲ میلیون افغانیو په لګښت ۸ قراردادونه منظور شول چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:
· د افغانستان برېښنا شرکت سب سټېشنونو د ریزرفي تجهیزاتو د تهیه او تدارک قرارداد ورکړه؛
· د سالنګونو د حفظ و مراقبت ریاست ۷۷۲ قلمه اړتیا وړ پرزو د تهیه او تدارک قرارداد؛
· د ښار جوړولو وزارت اړوند له مخکې د جوړ شوي (پیش ساخت) قطعاتو فابریکې هنګر چت د تخریباتو او بیارغونې پروژې قرارداد؛
· د عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال د روغتیایي تاسیساتو اړتیا وړ اعاشوي موادو د تهیه او تدارک دوه قراردادونه؛
· د ګمرکونو د ۲۶ سایټونو د اتومات ګمرکي سیستم لپاره د (Main – link) انټرنيټي خدمتونو وړاندې کولو پروژې د اضافي کار د قرارداد تعدیل؛
· د ګمرکونو د ۱۹سایټونو د اتومات ګمرکي سیستم په خاطر د (Back – Up – Link) انټرنيټي خدمتونو وړاندې کولو پروژې د اضافي کار د قرارداد تعدیل؛
· او د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو پروژې د قرارداد تعدیل؛
سرچينه زياتوي، ملي تدارکاتو کمېسیون د سالنګونو د حفظ او مراقبت په قراردادونو د بحث تر څنګ لارښوونه وکړه چې مدنې ټولنه او د جمهوري ریاست دفتر د څارنې او ارزونې معاونیت دې د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست په ټوليز ډول وارزوي.
سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د فراه ولایت بخش اباد د اوبو لګولو او برېښنا تولید بند د تفصیلي ډېزاین پروژې د مشورتي خدماتو زماني قرارداد تمدید تائید کړ، خو د فاریاب ولایت د المار بند وړاندیز شوی قرارداد یې د اقتصاد وزارت په مشرۍ بین الوزارتي پلاوي ته د زیاتې ارزونې په خاطر ور وګرځاوه.
ملي تدارکاتو کمېسیون دغه راز د اروزګان، دایکنډي، فراه، نيمروز، کندهار، هلمند، زابل او غور ولایتونو د پوهنې وزارت اړوند ښوونځیو د مېز، څوکۍ او سولر سېستم د تهیه او خریدارۍ قرارداد فسخه هم منظور کړه او پوهنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د قانون مطابق دې د قراردادي شرکت په برخه کې اجراات وکړي او د بدیل قرارداد په اړه دې د کمېسیون د پرېکړې مطابق عاجل اقدام وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې غونډه کې د کمېسیون د ريیس او غړو ترڅنګ له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ او غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارو ملي او بین المللي څارونکوهم حضور درلود.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 255 تاريخ : دوشنبه 25 دی 1396 ساعت: 23:51