
هرات (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): په هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اوبه ولسوالۍ کې د پوليسو له لوري داسې يو مرغه ښکار شوى چې موقعيت موندونکی 1 (GPS) پرې لګول شوی و.
د هرات د اوبه ولسوالۍ امنيه قوماندان شېراغا الکوزي د پژواک خبري اژانس خبريال ته وويل چې دغه ځايي مرغه له څو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ په ترک اباد سيمه کې د پوليسو پر پوستو الوتنې کولې چې بالاخره د امنيتي ځواکونو له لوري د ښکاري ټوپک په وسيله ښکار شو.
هغه زياته کړه چې د مرغه له ويشتو وروسته څرګنده شوه چې په وزرونو کې يې د جي پي اېس سيستم لګول شوی و او دا دستګاه د هرات امنيې قوماندانۍ د تروريزم مديريت ته د لا زياتو څېړنو په موخه سپارل شوې ده.
الکوزي زياته کړه، دا لومړى ځل نه دى چې په دې ولسوالۍ کې پر جي پي اېس دستګاه 1 مرغه ښکار کېږي، دوه کاله وړاندې هم دا ډول يو مرغه د چشت ولسوالۍ په بند سلما سيمه کې ښکار شوى و.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان