خرید بک لینک

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٥): د هرات او کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنا شرکت له لوري د لګښت نوي وېشل شوو بېلونو کې د پخوا په پرتله ډېر لګښت راغلى دى.

د هرات ولايت يوه اوسېدونکي ٥٢ کلن حبيب الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى په نوي بېل کې چې د تېرو ليندۍ او مرغومي مياشتو ده، لس زره افغانۍ راغلې، په داسې حال کې چې له هغه دوه مياشتې وړاندې پنځه زره افغانۍ راغلې وې.

هغه زياته کړه، پر دې سربېره چې ډېره برېښنا يې نه ده لګولې، خو بيا هم نه پوهېږي چې دا ځل د برېښنا لګښت ولې زيات شوى دى.

يوه بل معترض پيمان عزيزي وويل، په داسې حال کې چې له دې وړاندې يې هم د برېښنا د لګښت پيسې تحويل کړې او د برېښنا شرکت له لوري پورړوى هم نه دى، خو دا ځل يې د برېښنا لګښت درې برابره شوى او اوسمهال پرې ټولټال ١٤٠ زره افغانۍ راغلې دي.

پيمان وويل: "دا بې انصافي ده او موږ ته د منلو وړ نه ده."

خو نن د خلکو له ډېرو اعتراضونو وروسته د دغه ولايت والي محمد اصف رحيمي او د هرات د برېښنا شرکت سرپرست په يوې خبرې ناسته کې ګډون وکړ.

د برېښنا ادارې سرپرست وحيد کامراني وويل، د هر کيلوواټ برېښنا بيه څلور افغانۍ ده او د پخوا په پرتله په کې هېڅ بدلون نه دى راغلى.

هغه زياته کړه: "د ځينو اصلاحاتو لپاره لکه د پرچويو له منځه وړل او د برېښنا د ولتاژ زياتوالي په موخه د دوه مياشتو په ځاى د ٨٣ ورځو پيسې حساب شوې او ٢٣ ورځې چې په دغو بلونو کې اضافه شوې، په راتلونکو بېلونو کې حساب نه شي."

کامراني په دې اړه د جزئياتو له وړاندې کولو پرته چې په دغو بېلونو کې ٢٣ نورې ورځې ولې اضافه شوې، وويل چې د برېښنا ادارې ٣٥ مليون افغانۍ د برېښنا ولټاژ د ښه والي لپاره چې ډېر کمزورى و، لګولې دي.

پر دې سربېره د برېښنا شرکت سرپرست وويل، که چېرې د مېټر په لوستلو کې کوم تېروتنه شوې وي، نو د برېښنا اداره به يې په دې اړه ستونزه حل کړي.

دغه راز د دغه ولايت والي هم وويل، د خلکو د اعتراضونو له امله يې د برېښنا شرکت له استازو، متخصصانو شورا له غړو او د هرات پوهنتون د انجنيرۍ له پوهنځي يو کميسيون جوړ کړى، څو دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي.

رحيمي ژمنه وکړه، که چېرې د برېښنا په بېلونو کې سرغړونه شوې وي، نو سرغړونکي به څارنوالۍ ته ور وپېژني.

د ولايتي شورا مرستيال توريالي طاهري د برېښنا ادارې سرپرست سپيناوى د نه منلو وړ وباله او ويې ويل، په بېلونو کې ٦٠ ورځې ذکر شوې په داسې حال کې چې له خلکو د ٨٣ ورځو پيسې اخيستل شوې دي.

دغه راز د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکو هم د خپلو برېښنا لګښتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خيرخانې د ٥٠٠ فاميليو يوه اوسېدونکي شمس الله هوشمند وويل: "زموږ د کور د برېښنا پيسې چې د ليندۍ او مرغومي مياشتو کې کېږي، شپږ زره افغانۍ شوې، په داسې حال کې چې له هغه دوه مياشتې وړاندې دغه اندازه ١٥٠٠ افغانۍ وه."

نوموړي د برېښنا ادارې يو شمېر مېټر لوستونکي پر بې پروايۍ تورن کړل او ادعا يې وکړه چې دغه کسان د وړاندوينې په توګه د خلکو مېټرونه حسابوي.

د خلکو له اندېښنو سره-سره بيا هم د کابل د برېښنا رياست چارواکي روښانه ځواب ويلو ته حاضر نه شول.

خو د برېښنا رياست وياند وحيدالله توحيدي وويل، چې ټاکل شوې د برېښنا شرکت دوه ورځې وروسته په دې اړه خبري ناسته تر سره کړي او د خلکو اندېښنو ته به ځواب ووايي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 6 فروردين 1395 ساعت: 0:27

صفحه بندی