خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې سر روزونکي، د ٢٠١٨ کال د لومړنيو نړيوالو لوبو لپاره نن د جاپان له ټېم سره د فوټبال سيالۍ په ترسره کولو کې د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.

ټاکل شوې چې دا سيالۍ د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جاپان په توکيو ښار کې ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې الماني سرروزونکي پتر شګرټ ويلي چې د جاپان له لوبډلې سره سيالي سخت کار دى؛ ځکه لوبغاړي يې د نړۍ په مخکښو لوبډولو کې لوبې کوي.

خو نوموړي زياته کړه: "زموږ لوبغاړي سخت او ستونزمن کار په مخکې لري، خو زموږ لوبغاړي به نن د جاپان لوبډلې پر وړاندې د بريد دريځ ولري... د جاپان بريد ليکه به زموږ لپاره زهرجنه وي که څه هم موږ يې دفع کولو ته ځانګړى چمتووالى لرو."

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکى وايي چې خيبر اماني او اباسين علي خېل د افغانستان ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د مصدوميت له امله په نننۍ لوبه کې ګډون نه شي کولى.

همداراز نوموړي وويل چې د هېواد ملي لوبډلې د پنځو لوبغاړو ژېړ کارتونه هم د اندېښنې وړ دي، خو ډېرى افغان لوبغاړي اړين چمتووالى لري او د لوبې ګټلو لپاره به وروستۍ هڅې وکړي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پلويان تمه لري چې د هېواد ملي ټېم نن لوبه وګټي.

د کابل ښار يوه اوسيدوونکي علي احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د تېرو کلونو په پرتله ځانګړې وړتياوې لري او هغه ډاډه دی چې افغان لوبډله به بريالۍ شي.

د هېواد فوټبال ملي لوبډلې بل مينه وال او د کابل ښار اوسېدونکى نورالله هم ډېر هيله من دى چې د هېواد ملي ټېم به لوبه وګټي.

نوموړي له افغان لوبغاړو غوښتنه وکړه چې په ډله ييزه او همغږې توګه دې لوبه وکړي څو بريا د افغانستان په برخه شي.

د يادونې ده، افغانستان به د ٢٠١٨ کال لومړنيو نړيوالو سياليو کې د اسيا اي (E) ګروپ کې له سنګاپور، جاپان، کمبوديا او سوريې سره لوبه وکړي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 5 فروردين 1395 ساعت: 18:14

صفحه بندی