هغه نهه شیان چې له پیسو زیات ارزښت لري

ساخت وبلاگ
  • لیکنه: جیم رون
  • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

د متشبثینو په توګه، موږ ټول د پیسو د درلودلو په ارزښت پوهیږو، خو موږ په دې هم پوهیږو چې د ځمکې پر سر داسې خلک شته، چې خپل اقتصادي کارو بار یې په خالي جیب پیل کړی، د دې لپاره چې خپل بخت ته بدلون ورکړي. اوس پوښتنه دا ده، چې دوی څنګه داسې وکړل؟

جیم رون په دې باور دی، چې لاندې نهه شیان له پیسو زیات ارزښتناک دي او په نظر کې نیول یې کولی شي چې د یوه چا راتلونکی او بخت بدل کړي او راساً یې د بریا تر لوړو پوړیو ورسوي:

۱. وخت
وخت شتمني ده. په ژوند کې دې هغه وخت رڼاګانې راځي او بدلون مومي، چې کله ته د وخت له بې ځایه لګولو و ویریږې. هغه “وخت” چې ته یې یوه شي ته د پانګونې لپاره ځانګړی کوې د دې په هیله چې ستا د خرڅلاو توکي ارزښت پیدا کړي او ته ګټه وکړې، همدې ته د وخت شتمني وايي.

وخت څومره ارزښتناک دی؟ که چیرې وخت سم ولګول شي، نو د ښه بخت په ارزښت دی او که چیرې بې ځایه ضایع شي، نو بد بخت باله شي او په سوداګرۍ کې انسان له سمې لارې منحرفوي.

۲. نهیلي (نامیندي) ته د پای ټکی کیښودل

وروسته له هغې چې زما ملګري او زما لارښود بیل بیلي (Bill Bailey) ښوونځی پای ته ورسولو، د چیکاګو ښار ته ولاړل. دوی دواړه په هغه وخت کې څه ناڅه ځوانان وو. زما لارښود بیل بیلي (Bill Bailey) نومیده. په لومړي ځل ده په یوه ځای کې د شپې لخوا د څوکي دارۍ دنده پیل کړه. کوم چا ترې وپوښتل چې: “بیل! ته ولې د شپې لخوا د څوکي دارۍ دنده ترسره کوې؟” ده په ځواب کې یې وویل: “د ناچاراۍ له امله”
ښايي د بیل بیلي (Bill Bailey) چې زما لارښود هم وو، لومړنۍ دنده یې د شپې څوکیداري وه، خو ځان یې تر هغه موقفه ورسولو، چې ان د هوریټو الګر (Horatio Alger) جایزه یې هم ترلاسه کړه او په دې سره زیات شتمن او پیاوړی هم شو. دا د ژوند یو له هغو ښو بیلګو څخه دی، چې زه پرې پوهیږم.
په همدې اساس، نهیلي (نامیندي) هغه وخت یوه پیاوړې انګیزه کیدلی شي، چې ته ووایې، “زه باید د همدې حالت پر وړاندې مبارزه وکړم.” هر شونی کار چې واوسي، ویې کړه او کله چې لوږه درباندې راغله، نو له سمې لارې ځان ته نفقه برابره کړه او په هیڅ کار مه شرمیږه.

۳. ټینګه اراده
زما یوه بله ملګرې لیډیا (Lydia) نومیږي. نوموړې په خپل نوي کارو بار د پانګونې له امله له نهیلۍ سره مخ شوه. هغه مجبوره وه، چې باید خپل اولادونو ته نفقه پیدا کړي، نو په همدې اساس هغې په یوه داسې کار د یوه ډالر پانګونه پیل کړه، چې په ترسره کولو او ګټه اخیستلو یې باوري وه. لیډیا په هماغه یوه ډالر داسې توکي پیرل چې بیرته به یې کولی شول په پرچون توګه یې وپلوري او پیسې یې ترلاسه کړي او وروسته له دې چې بیرته څه ناڅه په خپلو پښو ودریدله، نو بیا به یې په عمده توګه تولیدات پیرل او په پیرودونکو به یې پلورل.
په لومړیو وختونو کې به لیډیا پرته له دې چې د سبا ورځې لپاره پلان ونیسي، په هماغې ورځ ویل: “زه باید یو پیرودونکی پیدا کړم”، چې دغه کار به ډیری وخت هغه نامینده کوله. وروسته له هغې چې پوهه شوه، نو بیا به یې ویل: “مخکې له دې چې نن ورځ پای ته ورسیږي، زه باید د سبا ورځې لپاره د خپلو مالونو د پلورلو لپاره یو پیرودونکی پیدا کړم.”، چې دغه کار د هغې ټینګه اراده ښودله. په رښتیا سره هم چې له هغې سره خپل ټینګې ارادې یې زیاته مرسته وکړه او د سبا لپاره به یې د مالونو د خرڅلاو لپاره نن ورځ پیدا کولو او په دې سره یې خپل سوداګرۍ ته پراختیا ورکړه. د ټینګې ارادې له وجې نن ورځ لیډیا (Lydia) ملیونره ده.

۴. هڅونه (تشویقول)

که په جیب کې دې یوازې یو ډالر وي، خو د خلکو تشویق درپسې زیات وي، نو پوه شه چې راتلونکی دې روښانه دی. ځکه، انسانان له بل هر مخلوق څخه داسې کارونه کولی شي، چې د منلو وړ نه وي. اړینه نه ده چې څه پیښیږي، خو د انسانانو تشویق او ترغیب د یوه چا ژوند ته مثبتې هیلې راوستلی شي او ژوند یې بدلولی شي.

۵. هیلې (خوبونه)
د هڅونې په پایله کې، لیډیا (Lydia) مخ پر وړاندې تله او پرمختګ یې کاوه. لکه څنګه چې هغې حرکت کاوه، نو خوبونه یې هم ورو په ورو په حقیقت بدلیدل. هغې به له ځان سره ویل: “که نن ورځ د توکو له خرڅلاو څخه (۳) ډالره ګټلی شم، نو سبا ورځ (۳۳) ډالره هم ګټلی شم او که سبا ورځ (۳۳) ډالره ګټلی شم، نو بله ورځ ان (۱۰۳) ډالره هم ګټلی شم.” نوموړې د خپل خوبونو په حقیقت بدلولو لپاره ډیره حساسه وه او تل به په حرکت کې وه.

۶. په خپل ځان باور

په ځان باور یوه داسې پانګونه ده، چې له هیڅ بل شي سره نه شي پرتله کیدای؛ ان پیسې یې هم نه شي پیرودلی. که چیرې ته یو ملیون ډالر هم ولرې، خو که په خپل ځان باور ونه لرې، بیاهم غریب یې او هیڅکله به شتمن نه شې.

۷. د نوښت قوه
دا چې نن ورځ زما ملګرې لیډیا (Lydia) ملیونره ده، لامل یې د نوښت له قوې ګټه اخیستنه ده. هغې خپل ماغزه په کار واچول او نن ورځ دې ځای ته رسیدلې.
ښايي تر دې دمه تا به له لس فیصدو څخه یو فیصد خپل ذهني قوه په کار اچولې وي، خو که له لس فیصدو څخه یې نهه فیصده په کار واچوې، نو څه به وشي؟ باور نه شې کولی چې څه به پیښ شي او ژوند به دې څومره بدل شي. ښايي په دې به نه پوهیږې، چې انسانان تر بل هر مخلوق څخه زیات عجیب و غریب کارونه ترسره کولی شي.

د عجیب و غریب کار ارزښت په څه کې دی؟ د عجیب و غریب کار ترسره کول د بخت په مانا دی، چې په جیب کې دې یو ډالر وي او وکولی شې هماغه یو ډالر په بیلابیلو لارو په کار واچوې او ګټه وکړې.

۸. زړه او روح
د انسان په وجود کې زړه او روح هغه په سترګو نه لیدونکي جادويي غړي دي، چې خلک مخ پر وړاندې ټیل وهي او خلک دې ته اړ باسي، چې تصامیم ونیسي، عمل وکړي او د پیښو پر وړاندې ځواب ووايي.

د زړه او روح بدیل څه دي؟ ایا پیسې کیدلی شي؟ نه، په هیڅ صورت نه. ځکه، زړه او روح له ملیونونو ډالرو څخه هم زیات ارزښت لري. له زړه او روح پرته، په ملیونونو ډالر درلودل بې مانا دي.

۹. شخصیت
زما لارښود استاد به تل راته ویل: “باید ارامه او سوکاله اوسیدل زده کړې. اړینه نه ده، که چیرې ته د امریکا د کینټاکي (Kentucky) په ایالت کې زموږ د ملګري وینفریډ (Winfred) په وړوکي کور کې میلمه اوسې او د سوک وهنې مسابقه ورسره وګورې او یاهم که په واشنګټن ډي سي کې په یوې سترې ودانۍ کې د یوه سناتور میلمه اوسې، باید ځان ارام احساس کړې او قناعت وکړې.”

باید په هر ځای کې خپل شخصیت وساتې، کار پرې وکړې او جوړ یې کړې. هره ورځ باید پرې کار وکړې؛ که په کور کې اوسي او یاهم بل ځای کې، اړینه نه ده چې ته له چا سره غږیږې، که دا شخص ماشوم اوسي او که سوداګر، که شتمن اوسي او که غریب. تا ته دا مهمه نه ده چې څوک شتمن دی او څوک غریب، یوازې هغه څه چې زیات مهم دي، هغه که له هر چا سره اوسي، د ښو اړیکو جوړول دي. داسې شخصیت ځان ته غوره کړه، چې له امله یې سوکاله واوسې او ځان له هرچا سره او هر چیرته ارام احساس کړې. داسې شخصیت اوسي چې هیڅکله خپل بڼه بدله نه کړي او انسانیت، ارامتیا او خوښي ورسره مله اوسي.
د یوه ډالر او د پورتینو شیانو په درلودلو سره نړۍ ستا ده. دا تا پورې اړه لري چې د کوم یوه هیله کوې او خپل ژوند لپاره د کوم پرمختګ غوښتونکی یې. دا هغې شتمنۍ ته ورته ده، چې له پیسو زیات ارزښت لري او کولی شي ستا راتلونکی لا روښانه کړي. په یاد ولره، چې ستا په لاس کې بې سارې سرچینې دي او ته د سرچینو له کمښت سره نه یې مخ.

درنښت،
احمد فرهاد توتاخیل

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 180 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28