
کابل (پژواک، ۸ کب ۹۴): د يوې افغان خصوصي موسسې له خوا د ماشوم له ادبياتو د ملاتړ په موخه مالي صندوق جوړ شو.
" د افغانستان د ماشومانو د ادبياتو کور " په نوم د ياد بنسټ مشر اجمل تورمان نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د ياد صندوق له پيسو به د ماشوم ادبياتو د ودې لپاره کار واخيستل شي.
دى وايي چې په هېواد کې د ماشوم ادبياتو د ودې لپاره ډېر لږ کار شوى.
هغه وويل چې ياد بنسټ له څلورو کلونو راهيسې د ماشومانو لپاره منظمې کيسې ليکلي، د ماشومانو د ذهني ودې لپاره يې د کانکور ازموينې او مشاعرې جوړې کړي او په دې برخه کې يې ګڼ علمي سيمينارونه جوړ کړي دي.
تورمان له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې د ماشوم له استعداد سره سم د لومړنيو ښوونځيو په کتابونو کې د ماشومانو لپاره اړينو کيسو او شعرونو ته ځای ورکړي.
د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر وويل، په هېواد کې له پېړيو راهيسې کار روان دی خو د ماشوم، ښځو او ځوانانو د ځانګړو ادبياتو په برخه کې ډېر کار نه دی شوی.
هغه وويل:"زه ددې صندوق له جوړېدو ملاتړ کوم، خو د دې ترڅنګ اړينه ده چې په دې برخه کې کار وشي؛ موږ په دې برخه کې ليکوالانو، اديبانو او هغو کسانو ته اړتيا لرو چې د عمل په ډګر کې موثر ګامونه اوچت کړي."
د ده په وينا، د دې برخې ليکوالان بايد د ماشوم په ژبه د ماشوم له غوښتنې سره سمې ليکنې وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په نننۍ ناسته کې د ياد بنسټ هڅې وستايلې او ويې ويل چمتو دى چې اړينې مرستې ورسره وکړي.
جهاني وويل:"زه د يو ليکوال په توګه د هرې ادبي هڅې ملاتړ کوم، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا له ياد صندوق سره د ۱۰۰زره افغانيو مرستې اعلان کوم."
د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرداد هم په ياده ناسته کې د ماشومانو په برخه کې د افغانستان د ماشومانو د ادبياتو د کور هڅې وستايلې او زياته يې کړه:"د ماشوم ادبيات د پوهنې له نصاب سره مستقيمې اړيکې لري او موږ به په دې برخه کې ګټور ګامونه اوچت کړو."
- - , .
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان