خرید بک لینک

فولیک 1 یا ویټامین B9 دانسانانو دوینی دهیموګلوبین په جوړولو کې مهم رول لرې.دغه درمل دهیواد په بازارونو او کلینیکونو کې دوړو وړو ګولیو په څیر موندل کیږې چې زیاتره خلک ورته ددرملو په سترګه هم نه ګورې.

که په بازار کې کوم ډاکټر لیکلې وې نو زیاتره ښځینه ناروغان یې له اخيستلو ډډه کوې او که په کلینیک کې وې نو ډیر په مات زړه یې اخلې.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

ایا دغه درمل ریښتیا هم همدومره بې ارزښته دي؟

فولیک اسید نه یوازې داچې دوینې دسرو کرویاتو په جوړیدو بلکه دبدن دنورو حجراتو په ترمیم کې هم اساسي رول لرې، خو 1 په وخت دغه درمل دحمل د فوق العاده اتل په نوم یادیږې او ټولې هغه میرمنې چې غواړې امیدواره شي باید دتصمیم له نیولو تر شیدې ورکولو پورې له دغو درملو ګټه واخلې.

1 اسید ځنې مهمې ګټې په لاندې ډول دي.

۱:داچې دحمل اخستلو سره سم میرمنې د مختلفو لاملونو دوینې دکمښت سره مخ دي نو فولیک اسید تاسي دویني له زیات کمښت څخه ساتې.

۲: دحمل په لومړیو دولس اونیو کې دکوچنې یوه برخه د عصبي ټیوب په نامه تشکل کوې چې وروسته ورڅخه دماغ او شوکې نخاع جوړیږې، فولیک اسی ددغې ټیوب په تکامل کې اساسي ونډه لرې او دکمبود په صورت کې یې دشوکې نخاع اودماغو مختلفې نقیصې منځته راځې چې زیاتره بیا جراحې درملنې ته اړتیا پیدا کوې.

۳: همدارنګه ځینې نورې ولادې نقیصې لکه چاودلې شونډې او چاودلی تالو هم دهمدې ویټامین دکمبود له امله منځته راتلی شي.

۴: ددې ویټامین کمبود د بې مودې زیږیدنې، دکوچنې دزیان او LBWیانې کموزنه ماشوم دپیدا کیدو لامل کیدای شي.

۵: دغه درمل دمور لپاره هم ډیر ګټور دي او دځینو په امیدوارۍ پورې تړلو ناروغیو په مخنیوې کې اساسي رول لرې چې په لاندې ډول یې یادولی شو.

الف: preeclampsiaچې دمور او ماشوم دواړو لپاره یو ګواښوونکې ناروغې ده.

ب: دزړه ناروغۍ: دحمل په وخت په زړه هم ځینې اغیزې کیږې چې کیدای شي ځني یې ددایمې ناروغۍ په څیر پاتې شي.

ج: الزایمر چې یوه عصبې ناروغې ده او سړی پکې خپله حافظه له لاسه ورکوې.

د: Stroke یا دماغې سکته.

نو ګرانو هیوادوالو دغو وړو ګولیو ته په ځانګړې ډول دامیدوارۍ په وخت په کمه سترګه مه ګورۍ.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31

صفحه بندی