خرید بک لینک

By

On

Dec 24, 2017 - 16:47

جلال اباد (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د افغانستان 1 1 پر دوو 1 او يوه 1 د لوبو او فعاليتونو 1 1 .

د کرکټ بورډ د ډيسپلين کمېټۍ غړو ډاکټر نور علم فريد او ميرمبارز د مرغومي په ٣مه، په جلال اباد ښار کې په دې اړه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې معلومات ورکړل.

دوى زياته کړه چې ياد بنديز د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو پر مهال د سرغړونو له امله لګول شوى دى.

ډاکټر فريد وويل، د سپین غر زون لوبډلې پر لوبغاړي همایون عمر د يو کال بندیز لګول شوى دى.

د هغه په وينا، عمر د غونډې پر مهال د خپل زون مشر ته له سپکو سپورو ویلو وروسته د هغه د وهلو ډبولو هڅه کړې وه.

ميرمبارز وويل، د بندامیر پر لوبغاړي نور الحق ملکزي ځکه شپږ میاشتې بندیز لګول شوی چې هغه په خپل موټر د سپین غر زون د مشر د وهلو هڅه کړې وه، خو هغه ترې روغ وتلى و.

نوموړي زياته کړه، د بست لوبډلې پر روزونکي درې مياشتې بندېز لګېدلی، ځکه چې پر نوموړي په يوه سيالۍ کې د مقابلې لوبډلې د لوبغاړو د توهين او د لوبې د اخلال تورونه دي.

د يادونې ده چې کرکټ بورډ تېر کال هم پر ځينو لوبغاړو بندېزونه لګولي وو.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31

صفحه بندی