خرید بک لینک

کابل (پژواک ٢ ورى ٩٥): د کابل يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د سليم کاروان شرکت د کابل په رحمان مېنې سيمې کې د دوى يوه ټوټه ځمکه غصب کړې او دغه شرکت بيا د دغې ادعا په ردولو سره وايي، چې د دغې ادعا په اړه به يوازې د محکمې پرېکړه ومني.

د کابل د اتمې ناحيې اوسېدونکي محمد حسين په لاس کې د شته اسنادو او عريضو په وړاندې کولو سره وويل: "د محمد حنيف خان په نوم مې د نېکه پنځه جريبه او دوه بسوې ځمکه د رحمان مينې په E برخه کې چې پخوا د کلا چه خمدان په نوم يادېده، په ١٣٦٦ لمريز کال کې د ترکه خط او شرعي قبالې له مخې، د محمد حنيف خان ١٠ وارثينو ته پاتې شوه، چې هر يوه وارث ته يې جلا جلا برخه ورسېده."

د هغه په وينا، دغه ځمکه په ١٣٦٧ کال کې د دولت د ټينګار له مخې، استملاک شوه او له هغه وروسته دولت د ځمکو پنځه زره وارثينو ته د استملاک شوې ځمکې پر ځاى په بل ځاى کې ځمکه ورکړه، خو د هغه په ګډون دريو کسانو ته د جګړې د ډېرېدو له امله ځمکه ونه وېشل شوه.

محمد حسين زياته کړه: " د ٢٣٤٠ متره په پراختيا دغه نمره ځمکه د رحمان مينې په پراختيايي سيمه کې شتون لري او د دغې ځمکې د قيمت او د ښاري خدمتونو په بدل کې مو ٤٦٠ زره افغانۍ هم ورکړې دي، دولت ته د پيسو د ورکړې سند هم په واک کې لرو."

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "د دغو دريو کسانو له ډلې چې دولت د استملاک په بدل کې ورته نوې ځمکه نه ده ورکړې، د دوو کسانو سهم او ونډه چې ١٢ بسوه ځمکه کېږي، د بلند منزلو په سوداګريزه سيمه کې شتون لري او د ښاروالۍ د قانون پر بنسټ، د هغو کسانو ملکيتونه چې د لوړ پوړو ودانيو په سيمه کې راشي او پر ځاى ځمکه نه وي ورکړل شوې نو د هماغې ځمکې څښتن ته د لومړيتوب حق ورکول کېږي، څو ګټه ترې پورته کړي."

محمد حسين زياته کړه: "اوس د سليم کاروان شرکت، په جعلي اسنادو سره دغه ١٢ بسوې ځمکه غصب کړې او ادعا کوي چې د شرعي قبالې پر بنسټ يې پېرلې ده."

هغه څرګنده کړه، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د خپلې ځمکې ترلاسه کولو په موخه يې د کابل ښاروالۍ بېلابېلو ادارو، څارنوالۍ او د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې ته مراجعه کړې، خو يادو ادارو يې شکايت ته په سمه توګه لاسرسى نه دى کړى."

محمد حسين ادعا وکړه، پر دې سربېره چې لويې څارنوالۍ او د کابل ښاروالۍ پرېکړه کړې چې دغه ځمکه په نوموړي او دوه نورو وارثينو پورې اړوند ده او د سليم کاروان شرکت پورې اړوند نه ده، خو بيا هم په دغه برخه کې د استملاک او د طرحې او تطبيق رياست همکاري نه کوي.

نوموړي وويل: "د ښاروالۍ د طرحو او تطبيق رياست د يوه مکتوب په ترڅ کې د دغې ځمکې استملاک په لومړي ځل په سليم کاروان او دوه ځلې په موږ پورې ګڼلى دى، خو اوس چې هرې ادارې ته ورځو نو داسې څوک نشته چې زموږ غږ ته غوږ ونيسي."

د هغو سندونو پر بنسټ چې نوموړي د پژواک په واک کې ورکړي، پکې له فساد سره د مبارزې ادارې د کابل ښاروالۍ د طرحو او پلانونو د تطبيق له رياست غوښتي، څو د قضيې څرنګوالى او دا چې د يادې ځمکې سند د سليم کاروان شرکت ته ورکړل شوى دى؛ وضاحت ورکړي.

په لويې څارنوالۍ پورې اړوند يوه بل مکتوب کې، د کابل له ښاروالۍ څخه د محمد حنيف د استملاک د سوابقو غوښتنه شوې او دغه راز په يوه بل مکتوب کې چې د ياد ادعا کوونکي په وينا، چې د کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرح او تطبيق رياست پورې اړوند دى او د لويې څارنوالۍ په ځواب کې ليکل شوى ويل شوي، چې د محمد حنيف د ملکيت دريو وارثينو ته چې ځمکې يې استملاک شوې، په عوض کې يې کومه ځمکه نه ده ورکړل شوې.

د ښاروالۍ د پلانونو د طرحې او تطبيق مشر انجنير محمد ياسين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاروالۍ د اوسني قانون، مقرراتو او اصولو له مخې د هغه اشخاصو جايداد چې استملاک شوى نه وي او د لوړ پوړو ودانيو په نقشه کې راغلى وي، د لومړيتوب حق خپله د ځمکې مالک ته ورکول کېږي چې پانګونه پرې وکړي.

هغه زياته کړه د محمد حنيف درې وارثين چې پخوا يې ځمکې استملاک شوې او په بدل کې ځمکه ورکړل شوې ده، ددې مقررې له مخې د لومړيتوب حق بايد هغوى ته ورکړل شي.

د کابل ښاروالۍ دې چارواکي وويل:((زموږ په اداره کې يواځې نهايي پرېکړې طرحه او پلې کېږي او د ياد شوي کس د ورثې په اړه د زيات تصميم د نيولو لپاره يې څو ځله د کابل ښاروالۍ د استملاک رياست نه د وضاحت غوښتنه کړې، خو هغوى ځمکه يو ځل په سليم کاروان او دوه ځله د محمد حنيف په ورثې پورې اړونده ګڼلې ده، په داسې يوه حالت کې د تصميم نيول ډېر ګران دي.))

نوموړي زياته کړه:((په دې برخه کې د قانوني تصميم لپاره مو د استملاک رياست لپاره يو مکتوب استولى، ځکه چې دې رياست يو ځل سليم کاروان او دوه ځله يې د محمدحنيف ورثې ته د ملکيت تثبيت کړى او تر هغو چې ددې ځمکې د ملکيت تثبيت پاک او صاف نه شي، موږ يې حتى د يوه متر ځاى پړاوونه هم نه شو وهلى.))

د نيازي د معلوماتو له مخې، سليم کارون شرکت د ټولې هغه ځمکې چې ټاکل شوې ښارګوټى پرې جوړ شي، اسناد او شرعي قبالې لري او هغه يې دې ادارې ته تسليم کړي دي، دې رياست هم يادو اسنادو ته په پام سره د هغوى د کارونو پړاوونه وهلي دي.

خو د ښاروالۍ دې چارواکي په ډاګه کړه چې د محمد حنيف د ورثې له شکايت وروسته يې سليم کاروان شرکت ته يو مکتوب استولى او تر څو يې چې برخليک روښانه نه شي، دا شرکت بايد تر ادعا لاندې ساحه کې ابادي ونه کړي.

د هغه په خبره، سليم کاروان شرکت دا موضوع حقوقي کړې او تر هغو چې حقوقي څانګې په ځانګړي ډول څارنوالي او محاکم په دې اړه پرېکړه ونه کړي او ښاروالۍ ته نهايي پايله را ونه لېږي، ښاروالي نه شي کولى چې د يوې خوا په اړه د قضيې پړاوونه ووهي.

خو د سليم کاروان شرکت يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دې شرکت د محمد شفيق په نوم يوه کس نه ځمکه پېرلې، اسناد او شرعي قباله لري.

هغه زياته کړه:((کله چېرته دا کسان خپله دعوه د محکمو له لارې تعقيب کړي او که چېرته محکمې د هغوى په ګټه پرېکړه وکړي، سلم کاروان حاضر دى چې ځمکه د هغوى په واک کې ورکړي.))

خو د محمد شفيق په نوم کس چې سليم کاروان ترې ځمکه پېرلې، وايي چې دا ځمکه يې په ١٣٩٥ کال کې له د محمد حنيف له پلار نه پېرلې ده چې اسناد او شواهد ورسره دي، دا ځمکه استملاک شوې نه ده، بلکې کرنيزه ځمکه د.

خو د پژواک له غوښتې سربېره هم نوموړى حاضر نه شو چې ياد شوي اسناد او شواهد وښيي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 2 فروردين 1395 ساعت: 23:27

صفحه بندی